Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په تېرو درېیو میاشتو کې د کمېشن کارۍ په تور له ۱۰۰ زیات کسان نیول شوي دي

د کابل امنیه قومانداني وایي چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې د کمېشن کاریو د قضیو په تړاو یو سل څلور  کسان نیولي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي چې دغه کسان د پاسپورت او حقوقي قضیو د کمېشن کاریو په تړاو نیول شوي دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند، خالد ځدراڼ و ویل: «تېر کال موږ شاوخوا ۱۰۴ تنه د جعل کارۍ په تور نیولي او د قانون منګولو ته مو سپارلي دي. هغه چې جعل کاري او کمیشن کاري یې کوله.»

خو یو شمېر هېوادوال په بېلابېلو دولتي ادارو کې د کمېشن کاریو له زیاتېدو شکایت کوي.

دوی له سرپرست حکومته غواړي چې د کمېشن کاریو مخه ونیسي.

د کابل اوسېدونکي، حسین امید طلوع نیوز ته و ویل: «په حکومت کې باید روڼتیا وي او هغوی چې جعل او کمېشن کاري کوي، پر پاسپورټ او ویزې پیسې ورکوي چې دا ناقانونه کار دی.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی، امیر شمس هم وايي: « جعل کاري ډيره زیاته شوې ده، په ځانګړې توګه د پاسپورټ په ریاست کې او د تذکرو په برخه کې.»

یو شمېر شنونکي پر دې باور دي، چې د مسوولانو له لوري نیول شوي کسان باید له قانون سره سم مجازات شي.

دوی د جزا قانون تصویبېدل د هېوادوالو د ستونزو د هواري لپاره مهم ګڼي.

د سیاسي چارو شنونکي، سلیم پیگیر و ویل: «هغه کسان چې د جعل کارۍ یا بل هر جرم له امله نیول کیږي باید د قانون پر بنسټ ورته جزا ورکړ شي.»

تر دې مخکې د کابل امنیه قوماندانۍ ویلي وو، چې د تېر کال په جدي میاشت کې یې په پلازمېنه کې ۳۲۰ جنايي پېښې ثبت کړي، چې له دې منځه یې ۲۵۷ کسان د دغو پېښو په تړاو نیولي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند، خالد ځدراڼ وايي، دغه کسان د پاسپورت او حقوقي قضیو د کمېشن کاریو په تړاو نیول شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه