د روان هجري لمریز کال په لومړۍ میاشت کې د هېواد د ګمرکونو له لارې د نږدې ۵۰ میلیارده افغانیو په ارزښت صادرات او وراریدات شوي دي.
د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال د هېواد ډېری ګمرکونه ۲۴ ساعته کار کوي او د کورنیو او بهرنیو سوداګرو لپاره اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د دغه وزارت ویاند وایي، د روان هجري لمریز کال په لومړۍ میاشت کې د صادراتو، وارداتو او ټرانزیټ په برخه کې زرګونه سوداګریز توکي لیږدول شوي دي.
د مالیې وزارت ویاند، احمد ولي حقمل و ویل: د ډیری ګمرکونو فعالیتونه ۲۴ ساعته شوي، فساد پایته رسېدلی برېښنايي تلې فعالې شوې دي او د توکو پر وخت طی مراحل ترسره کیږي.
د هیواد په بیلابیلو برخو کې یو شمېر سوداګرو وایي، له ایران او پاکستان سره سوداګرۍ کې له ستونزو سره مخ دي خو د افغانستان په شمال کې دغه سوداګر بیا په ګمرکونو کې د کاري وختونو د زیاتوالي غوښتنه کوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي غړی، زلمی عظیمي وايي: «موږ له ایران سره د وارداتو په برخه کې ځينې ستونزې لرو. مالونه هلته له ډيرو ستونزو سره مخ کیږي.»
په حیرتان کې د شمال د تیلو او ګازو د ټولنې مرستیال، ملک نادر صافي و ویل: «د مالیې له وزیر زموږ غوښتنه دا ده چې په ټولو بندرونو کې د ګمرک مسوولینو ته لارښوونه وکړي چې د ۲۴ ساعتونو پر ځای د شپې تر ۱۲ بجو هم کار وکړي چې ملي سوداګر ترې خوشاله شي.»
له دې سره هم مهال د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د کابل پولي تخنیک پوهنتون د زده کړیالانو د فراغت پروګرام کې وايي چې، بهرنیو شرکتونو ته د پانګونې لپاره شرایط برابر شوي او اسلامي امارت له هر ډول پانګونې ملاتړ کوي.
د رییس الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر و ویل: «موږ کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته وړاندیز کوو چې افغانستان ته راشي ځکه په افغانستان کې د سوداګرۍ ښه زمینه برابره ده او نظام ترې ملاتړ کوي.»
تر دې وړاندې د اسلامي امارت مسوولینو تل ټینګار کړی چې افغانستان له ګاونډیو او د سیمې له هیوادونو سره متوازن او اقتصاد محوره تګلاره پر وړاندې نیولې او دا چاره له افغانستان سره د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو د پراختیا لامل شوې ده.
په دې اړه مو اندونه