د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد طلوعنیوز ته وايي چې د دوشنبې پر ماښام د هرات ګذرې ولسوالۍ کې د اهل تشیع پر جومات برید په افغانستان کې د داعش د پیاوړي کېدو په معنا نهدي.
ښاغلی مجاهد دغه برید یو جنایت وګڼه او زیاته یې کړه چې د دغې پېښې د عاملانو د نیولو لپاره هڅې روانې دي.
د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د اهل تشیع پر جومات د دوشنبې شپې د برید مسوولیت داعش ډلې منلی دی.
د اسلامي امارت ویاند وايي:«هرات ولایت کې د داعش وروستۍ جنایت د هغوی لپاره کومه لاسته راوړنه نهده او د هغوی پیاوړتیا هم نهښيي. دا یو جنایت دی چې ترسره شوی او شونې ده چې په ډېریو هېوادونو کې ترسره شي. امنیتي ځواکونه د دغه جنایت د لامل د پيدا کولو ته متوجه دي او انشاالله علاملان به یې په سزا ورسوي.»
بلخوا، د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي نوماس وېسټ او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم دغه برید غندلی دی.
ښاغلي وېسټ دغه برید یو ترهګریز برید بللی او د دغې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
هغه پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي:«متحده ایالتونه د هرات په یوه جومات کې د تېرې شپې هغه ترهګریز برید په کلکه غندي چې له امله یې بې ګناه لمونځ کوونکي ووژل شول. د دغه برید عاملان باید حساب ورکولو ته را وکاږل شي. موږ د هغو کسانو په تړاو فکر کوو چې خپل خپلوان یې وژل شوي دي.»
نصیر احمد فایق هم د دغه برید په هکله ویلي:«په افغانستان کې د شیعهګانو پر وړاندې هدفي بریدونه او په جوماتونو کې د ماشومانو او بېګناه خلکو وژل په کلکه د غندلو وړ دي.»
د نظامي چارو شنونکی یوسف امین ځاځی وايي:«تجربو ثابته کړې ده چې په تېرو ۴۵ کلونو کې بهرنیانو دوی ته وسلې او وسایط ورکوي دغه په ظاهره مسلمانان د بهرنیانو له هغې ډلې د انګلیس، امریکا او د سیمې د هېوادونو عسکر شوي دي.»
د دوشنبې په ماښام په هرات کې د اهل تشیع په یوه جومات کې پر لمونځ کوونکو د برید له امله د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون پنځه تنه ووژل شول او درې تنه نور ټپیان شول.