Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملګري ملتونه: پر ښځو کاري محدودیتونو د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېز کړی

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یو راپور کې ویلي، په غېر دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بندیز د هغوی د کورنیو پر اقتصاد هم منفي اغیزه کړې ده.

په راپور کې راغلي، دمګړۍ ۱۸ سلنه ښځې له کوره کار کوي چې دا شمېر د ۲۰۲۳ زیږیز کال په سپټمبر کې ۲۴ سلنې ته رسېږي.

د راپور په یوه برخه کې راغلي: «۱۸ سلنه ښځینه کارکوونکې چې پوښتل شوي له کوره کار کوي. دغه شمېرې د تېر کال سپټمبر میاشتې په پرتله شپږ سلنې کموالی ښیي. هغه مهال ۲۴ سلنه ښځینه کارکوونکو له کوره کاره کاوه.»

ښوونکې اریا کریمي و ویل: « کله چې یوه ښځه خپلواک اقتصادي ولري د خپل ژوندې ډېرې ستونزې حل کولی شي، په ډېریو کورنیو کې سړي نشته او همدا ښځې دي چې د کورنیو لپاره ګټه وټه کوي.»

څلورویشت کلنه مریم غزال چې له دوو کلونو راهېسې بې روزګاره شوې وايي په یو خصوصي بنسټ کې یې کار کاوه، خو په غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار د بندیزونو له لګولو وروسته اړ شوه چې خپل کار پرېږدي.

د یو خصوصي بنسټ کارکوونکې مریم غزال طلوع نیوز سره په خبرو کې و ویل: « که افغان ښځو او نجونو ته کاري فرصتونه برابر شي دا به د دې لامل شي چې د هغوی اقتصادي ستونزې حل شي او هغوی چې د خپلو کورنیو د ګټې وټې مسوولیت لري مرسته به ورسره وشي.»

ورته مهال اقتصاد وزارت د ښځو کار د اقتصادي ودې او ټولنیزې پراختیا لپاره مهم ګڼي او وایي چې دمګړۍ ښځې په هغو برخو کې چې اړتیا ده په کار بوختې دي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب و ویل: « د اقتصادي ستونزو د حل، د ملي عواید د زیاتوالي لپاره د کورنیو اقتصاد او هغو برخو غوړول مهم دي چې ښځې پکې ونډه لري. دا مهال په پوهنه، روغتیا، بانکولۍ او کوچنیو تشبثاتو او سودواګریو برخو کې زرګونه ښځې په دندو بوختې دي.»

تر دې وړاندې د ملګروملتونو پراختیایي پروګرام په یو رپوټ کې ویلي وو چې د ښځو پر کار د محدودیتونو لګولو د افغانستان اقتصاد ته یو میلیارد ډالره زیان رسولی دی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه