Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لوړو زده کړو مرستیال: بهرني هېوادونه د افغانستان علمي پرمختګ مخه نیسي

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستيال پکتيا پوهنتون کې د يو المان ميشتي افغان جراح په ستاينغونډه کې وایي، چې ځينې بهرني هيوادونه د افغانستان د علمي پرمختګ پر وړاندې خنډونه جوړوي.

لطف الله خیرخواه وايي، د اسلامي شريعت په چوکاټ کې به په علمي پرمختګ کې هيڅ ډول امکانات و نه سپموي او دې برخه کې به هيچاته د خنډ جوړولو اجازه ور نکړي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال، لطف الله خيرخواه و ویل: « زه د لوړو زده کړو د وزارت د یو مامور په توګه، دا څرنګه چې موږ خپل ځان ارزو، دا درسره ژمنه کوو چې خپلو امکاناتو ته په کتو به د پرمختګ هېڅ فرصت نه ضایع کوو.»

المان مېشتی افغان جراح چې د جرمني د جراحانو ټولنې له لوري يې د ۲۰۲۴ کال معتبره جایزه ګټلې وايي، هڅه به وکړي چې په بهر کې ميشت علمي شخصيتونه د افغانستان د طبابت د معياري کولو لپاره سره راټول کړي.

المان ميشتی افغان جراح او د "ليوناردو شوايبر" جازې ګټونکی بسم الله شيوا داسې وایي: « زموږ ګڼ شمېر اکاډمیک کادرونه د هېواد څخه د باندې دي او موږ کولی شو چې له هېواده بهر داسې یوه کتله راټوله کړي ترڅو له زده کړو او تجربو یې د خپلو ځوانانو د ظرفیت لوړولو لپاره کار واخلو.»

د پکتيا پوهنتون زده کړيالان بيا له اسلامي امارته غواړي چې له هيواده د شته علمي کادرونو د وتلو مخه و نيسي او هيواد ته د بهر ميشتو افغان کادرونو د راستنولو هڅې وکړي.

د پکتيا پوهنتون زده کړيال هجرت کمال و ویل: « پر دوی باید له ذهني پلوه کار وکړي او اسانتیاوې ورته برابرې کړي ترڅو دوی خپل هېواد پرې نږدي ځکه زموږ هېواد او محصلان د هغوی تجربو ته اړتیا لري.»

پکتيا پوهنتون زده کړيال عبدالرحمان عادل و ویل: « هیله ده چې دوی بیرته هېواد ته راشي او خپلې علمي تجربې له موږ سره شریکې کړي.»

د لوړو زده کړو وزارت د علمي مرستیال په وينا له تحول وروسته د دې وزارت اړوند ۳۵۰ شاوخوا علمي شخصيتونه له هيواده وتلي او د دوی په هڅو شاوخوا ۷۰ تنه بېرته هيواد ته راستانه شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه