Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د یوناما راپور ردېدل؛ اسلامي امارت یې تکراري او پرپاګند بولي

اسلامي امارت د افغانستان په تړاو د یوناما راپور رد کړ.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وايي، یوناما په دغه راپور کې د افغانستان اوسني واقعیتونه په پام کې نه دي نیولي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبېح الله مجاهد و ویل: «حکومت هم خپله هڅه کوي چې ټول هغه کسان چې د خلکو وینې تویوي، ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري. څه چې د یوناما په راپور کې دي، تکراري او تبلیغات دي او ثبوت نه لري، د ښځو او نارینه و شرعي حقوق خوندي دي او سرغړونه ترې نه ده شوې.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت تر عنوان لاندې خپل درې میاشتنی راپور خپور کړ.

په دغه راپور کې د نجونو او ښځو  د حقونو وضعیت، په خوست او پکتیا کې د هوایي بریدونو تلفات، د رسنیو ازادي، د پخوانيو حکومتي چارواکو وضعیت، د افرادو بدني سزا او د بشري حقونو اړوند نور موضوعات څېړل شوي دي.

په دغه راپور کې راغلي: د نجونو او ښځو د حقونو وضعيت، په خوست او پکتیا کې هوایي بریدونه، د رسنیو آزادي، د پخوانیو حکومتي چارواکو وضعیت او د افرادو بدني سزا

د دغه راپور په یوه برخه کې د جنورۍ له شپږمې تر یولسمې پورې د چاودېدونکو توکو له امله د ۷۹ ملکي وګړو د وژنې خبر هم ورکړل شوی چې، له دې ډلې تر ټولو ویرونکې چاودنه، د مارچ میاشتې په ۲۱مه په کندهار ښار کې وه چې د یوناما د راپور لمخې د دغې چاودنې له امله ۷۵ تنو ته تلفات واوښتل.

د سیاسي چارو شنونکي، سلیم پیګیر په دې اړه طلوع نیوز ته و ویل: «اسلامي امارت باید د هغو ګواښونو پر وړاندې چې پرون و او که نن دي، مشخص تدابیر په پام کې ونیسي چې د هغو ډلو مخنیوی وشي چې په چاودنو او ځانمرګو کې لاس لري.»

د نجونو او ښځو د حقونو په برخه کې هم د یوناما د تېر راپور په څېر پر نجونو او ځو د محدودیتونو په لرې کولو کې پر نه بدلونونو نېوکه شوې ده.

د سیاسي چارو شنونکيو کامران امان و ویل: دغه وړاندیزونه یې اسلامي امارت او د اسلامي امارت مشر ته کړي دي چې ژر تر ژره دې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي.

د یوناما د دغه راپور لمخې د مارچ میاشتې په ۱۸مه د پاکستان د هوایي بریدونو او د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو له امله څه باندې ۲۰ ملکي وګړو ته هم تلفات اوښتي دي.

شریک یي کړئ