Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد: ریچارډ بېنټ له افغانانو او اوسني نظام سره عقده پالي

د اسلامي امارت ویاند د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي وروستۍ څرګندونې عقديي ګڼي.

ذبیح الله مجاهد وایي، ریچارډ بېنټ له اوسني نظام او افغانانو سره عقده لري او له همدې امله عقديي چلند کوي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبېح الله مجاهد و ویل: «د ریچارډ بېنټ خبرې غبرګون ته اړتیا نه لري. هغه عقده‌یي دی چې له افغانانو او هغه نظام سره چې په افغانستان کې حاکم دی او هغه امنیت او ټیکاو چې لرو هغه سره عقده لري، طبعاً به هغه خپله عقده کړې وي او موږ ورته ارزښت نه ورکوو.»

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي په هېواد کې د بشري حقونو د بد وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

ښاغلي بېنټ یو ځل بیا له اسلامي امارته وغوښتل چې د بشري حقونو د مسایلو په اړه له نړۍ سره کړې ژمنې عملي کړی.

د افغانستان لپاره د ملګرومتلونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکونکي، ریچارډ بېنټ ویلي: (په داسې حال کې چې د ځانګړي راپور ورکونکي په توګه خپله دوېیمه کاري کلېزه نمانځم، له طالبانو غواړم چې د بشري حقونو په اړه پر خپلو نړۍوال ژمنو عمل وکړي او نړۍواله ټولنه دې په پایېدونکې توګه په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت ښه کېدو لپاره پر طالبانو فشار راوړي.)

د سیاسي چارو شنونکي او د ښځو د حقونو فعالانې په هېواد کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه ښځو د حقونو په تړاو داسې لیدلوري لري.

د ښځو د حقونو فعاله، لمیا شیرزۍ وايي: «ملګرو ملتونو او د بشري حقونو اړوند بنسټونو که د افغانستان د نجونو او ښځو حقونو ته ارزښت ورکولای، بندیزونه یې هم پرې لګولای شول.»

د نړۍوالو چارو شنونکي، رشید قطب زاده طلوع نیوز ته و ویل: «تر هغې چې د نړۍوالې ټولنې هماغه سیاسي فرمایشونه وي او د اسلامي امارت له لوري نه منل کیږي، دا فشارونه به دوام کوي. دغه فشارونه د بشري حقونو پرتله ډير یې سیاسي فشارونه دي.»

نړۍوالې ټولنې تل په افغانستان کې د بشري حقونو پر نقض نیوکه کړې خو اسلامي امارت په ځلونو ټینګار کړی چې د بشري حقونو د خوندیتوب په برخه کې یې پر خپلو ژمنو عمل کړی او بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه د اسلامي قوانینو له مخې خوندي دي.

ښاغلي بېنټ یو ځل بیا له اسلامي امارته وغوښتل چې د بشري حقونو د مسایلو په اړه له نړۍ سره کړې ژمنې عملي کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه