Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شاهین: په نړۍوالو غونډو کې د ا.ا د پلاوي ګډون مهم دی

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین، په نړۍوالو او د اسلامي همکاریو سازمان په غونډو کې د اسلامي امارت د پلاوي ګډون مهم بللی دی.
 
ښاغلي شاهین ویلي چې د عیني واقعیتونو او د اسلامي امارت د دریځ د بیانولو لپاره اړتیا ده چې، د سرپرست حکومت استازی په دغو غونډو کې ګډون ولري.
 
دا په داسې حال کې ده چې «د پایېدونکي پرمختګ لپاره د خبرو اترو له لارې د يووالي او پيوستون د پياوړتيا» په نوم د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان پنځلسمه غونډه د اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو د وزارتونو د استازو له حضور سره نن شنبه په ګمبيا کې پېل شوه او ټاکل شوې چې سبا هم دوام ولري. په دغې غونډه کې د نورو موضوع‌ګانو ترڅنګ، د افغانستان پر وضعیت به هم خبرې وشي.
                      
سهیل شاهین په دې هکله وویل:«د اسلامي همکاریو سازمان په ګډون په نړۍوالو غونډو کې د اسلامي امارت د پلاوي ګډون ډېر مهم دی چې، له یوې خوا د افغانستان عیني واقعیتونه او اړتیاوې وړاندې بیان کړي او له بلې خوا د مسایلو پر وړاندې د اسلامي امارت دریځ او د هغه حل روښانه کړي.» 

د اسلامي همکاریو سازمان د پنځلسمې غونډې اصلي چورلیز د فلسطین مسئله ده؛ خو په غیر اسلامي هېوادونو کې سوله، امنیت، لږکي مسلمانان، بشري حقونو او ځيني نور مسایل د دې کنفرانس په اجنډا کې شامل دي او ویل کېږي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان پر وضعیت هم خبرې وشي.

د نړۍوالو چارو شنونکی عبدالرشید قطب‌زاده وايي:«په وروستیو ۵۰ کلونو کې چې دغه سازمان رامنځته شوی، تراوسه نه‌دی توانېدلی چې د نړۍ یوه کشاله حل کړي؛ نو ډېره واقع‌بینانه نه‌ده چې له دغې غونډې کومه تمه ولرو چې د غزې، افغانستان او یا هم د نړۍ د کوم هېواد موضوع ته رسېدنه وکړای شي.» 

د نړۍوالو چارو شنونکی سید مقدم امین هم څرګندوي:«په هغه صورت کې چې سم راپورونه او اطلاعات په واک کې ورکړل شي، کولای شي چې د هغه پر بنسټ یې پرېکړه عملي بڼه ولري.»

دا په داسې حال کې ده چې، د ریاست الوزرا اداري مرستيال د اپريل په ٢٠مه د اسلامي همکاريو د سازمان له مرستيال او د افغانستان لپاره د دغه سازمان د سرمنشي له ځانګړي استازي په کتنه کې له هغه وغوښتل چې په دې غونډه کې د اسلامي امارت استازو ته بلنه ورکړي څو د سازمان د مسوولانو سلا مشورې واوري او هغوی ته د افغانستان شته واقعیتونه بیان کړي؛ خو په دې غونډه کې د اسلامي امارت د استازي د حضور په تړاو څه نه‌دي ویل شوي.

شریک یي کړئ