د افغانستان د خصوصي ښوونځیو د ټولنې رییس طلوعنیوز ته ویلي چې، په روان لمریز کال کې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې له ۵۰۰ ډېر خصوصي ښوونځي جوړ شوي او په فعالیت يې پیل کړی دی.
فغانستان د خصوصي ښوونځیو د ټولنې رییس عظیم میدانوال زیاتوي چې، د ټول هېواد په خصوصي ښوونځیو کې شاوخوا یو نیم مېلیون زدهکوونکي په زدهکړو بوخت دي.
د افغانستان د خصوصي ښوونځیو د ټولنې رییس وايي:«سږکال کابو ۵۰۰ تر ۶۰۰ خصوصي ښوونځي په مرکز او ولایتونو کې تاسیس شوي دي. په هغو سیمو کې چې له دې مخکې هېڅ خصوصي ښوونځی نهو، اوس د دغو ښوونځیو له جوړېدو سره سلګونو زدهکوونکو ته د زدهکړې زمینه برابره شوې ده.»
ورته مهال، ځیني ښوونکي او زدهکوونکي په خصوصي ښوونځیو کې د زدهکړو له ښه کیفیته خوښ دي او له پوهنې وزارته غواړي چې له خصوصي سکټور څخه لا ډېر ملاتړ وکړي.
ښوونکې سلګۍ رحیمي د طلوعنیوز خبریال ته وویل:«حکومت باید خصوصي سکټور ته ډېره پاملرنه وکړي څو هغه ماشومان چې په لېرې پرتو سیمو کې له زدهکړو بې برخې دي، وکړای شي ښوونځيو ته ولاړ شي او زدهکړې وکړي.»
کابل کې د یوه خصوصي ښوونځي زدهکوونکی عبدالرحمن وايي:«زموږ د زدهکړو بهیر ډېر ښه روان دی او موږ دمګړۍ په ښوونځي کې عملي او نظري زدهکړې کوو او خصوصي سکټور باید زدهکوونکو ته لاډېرې زمینه برابره کړي.»
د یوه خصوصي ښوونځي یوه بله زدهکوونکې زهرا هم څرګندوي:«زموږ د زدهکړو کیفیت ښه دی او زموږ درسونه په منظمه توګه مخته ځي. په دولتي ښوونځيو کې هم باید د ښوونې کیفیت ښه شي.»
د پوهنې وزارت ویاند وايي د خصوصي سکټور د ملاتړ په موخه يې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې مالیه او پرې راغلې جریمې معاف کړي دي. د منصور احمد حمزه په خبره، د پوهنې وزارت ژمن دی چې د خصوصي ښوونځیو ستونزې حل کړي.
د پوهنې وزارت ویاند زیاتوي:«د پوهنې وزارت په ۱۴۰۰ لمریز کال کې، هغه مالیه او جریمه چې پر خصوصي ښوونځيو راغلې وه، معاف کړې او د دغه وزارت چارواکي لېواله دي چې له خصوصي سکټوره ملاتړ وکړي او ستونزې یې حل کړي.»
د خصوصي ښوونځیو ټولنې د اطلاعاتو پر بنسټ، په ټول هېواد کې شاوخوا ۳ زره او ۵۰۰ خصوصي ښوونځي شته، چې له دې ډلې نږدې ۱۵۰۰ ښوونځي په کابل دي.
په دې اړه مو اندونه