Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان سفارت د ذکیې وردګ له لوري د ۲۵کیلوګرامه سرو زرو قاچاق تایید کړ

په هند کې د تېر حکومت سفارت، د هند په ممبي ښار کې د افغانستان د سرکونسلې ذکیې وردګ له لوري د ۲۵ کیلوګرامه سرو زرو د قاچاق د تور پخلی کوي.

 دغه سفارت د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره ویلي چې، مېرمن وردګ د هېواد له تېر حکومت سره هېڅ تړاو نه‌لري او د افغانستان د سرپرست حکومت تر نظر لاندې یې په هند کې فعالیت درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي:«غواړو چې په ممبي کې د سرو زرو د قاچاق قضیې ته چې ادعا کېږي، یوه افغان وګړې په‌کې ښکېله ده، نغوته وکړو. موږ د دې پېښې خواشینوونکی ماهیت تصدیقوو. په هرصورت، د دې روښانه کول اړین دي چې په هند کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت پخوانی ماموریت ادعا کوي چې په قضیه کې ښکېله مېرمن زموږ د پخواني جمهوریت له ماموریت سره هېڅ تړاو نه‌لري.»

په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت فعالیت د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر میاشتې په لومړۍ نېټې وردل شو. 

دغه سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د خپل فعالیت د درولو علت اسلامي امارت ته د دغه سفارت سپارلو لپاره د هند د دولت او د اسلامي امارت فشار بللی و.

د سیاسي چارو شنونکی ویس ناصري وايي:«دا چې د افغانستان سفارت د جمهوریت د کسانو په واک کې دی او هغوی ادعا کوي چې دغه شخص له هغوی سره ارتباط نه‌لري او دا د اداري فساد پایله ده چې د طالبانو په واکمنۍ کې شتون لري. له بده مرغه دغه څرګندونه د سیاسي سیالۍ له امله ده، له بده مرغه که مېرمن ذکیه وردګ که هغه په اسلامي امارت پورې اړونده وي یا د پخواني جمهوریت پورې، د افغانستان د ډپيلوماټ په نوم یادېږي.»
 
تر دې وړاندې په نوي ډيلي کې د افغانستان د سفارت د فعالیت له درېدو وروسته د بهرنيو چارو وزارت سياسي معین شېرمحمد عباس ستانکزي ويلي و چې، په ممبي او حيدراباد ښارونو کې د اسلامي امارت کونسلګرۍ فعالې دي.

خو اسلامي امارت د هند په ممبي ښار کې د افغانستان پر کونسلې د لګېدلي تور په اړه څه نه‌دي ویلي.

بل پلو یو شمېر پخواني ډيپلوماتان وايي، چې که دا ډول ادعا ثابته شي، د افغانستان ډيپلوماتيک حیثیت او له نورو سره د دغه هېواد اړيکې به زيانمنې کړي.
                
پخوانی ډيپلوماټ عزیز معارج وویل:«د یوه هېواد حیثیت او عزت ته ستر زیان دی، د هېواد او د افغانستان د خلکو اعتبار او حتا د افغانستان ډیپلوماسۍ ته زیان رسوي.»

نړۍوالو چارو شنونکی واحد فقیري هم وايي:«که‌چېرې دا جرم پر هغې ثابت شي دا د افغانستان، د افغانستان د ډپيلوماټانو او د افغانستان د ډپيلوماسۍ لپاره به بدنامي وي.» 

 دا په داسې حال کې ده، چې مېرمن وردګ له انډیا ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې، پرې لګېدلې تور حیرانه کړې او په دې برخه کې څېړنو ته په تمه ده.  

پرون مېرمن وردګ د خپلې استعفا په خپرولو سره په هند کې د فغانستان له سفارته هم استعفا وکړه.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه