Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټول‌ګډوني حکومت پر جوړېدو او د بشري حقونو پر مراعت د ګېمبیا غونډې ټينګار

په کېمبیا کې د اسلامي همکاریو سازمان د پنځلسمې غونډې د پای په پرېکړه‌لیک کې، د ټول‌ګډوني حکومت پر جوړېدو، د بشري حقونو پر مراعت کېدو او د افغانستان د خلکو پر ملاتړ ټینګار شوی دی.

د پایېدونکې ثبات ټينګښت، د ښځو حقونو ته درناوی، له ترهګرۍ سره مبارزه او د قومي لږکیو د حقونو خونديتوب د دغه۳۴ ماده‌ییز پرېکړه‌لیک هغه برخې دي چې، له اسلامي امارته غوښتل شوي ورته پاملرنه وکړي.

په دغه پرېکړه‌لیک کې راغلي:«موږ له یوه سوله‌ییز، باثباته، سوکاله او ټول‌ګډوني افغانستانه پر خپل ملاتړ ټینګار کوو او په دې برخه کې د افغان ولس پر وړاندې د شته ننګونو لکه بشردوستانه ننګونو، د بشري حقونو د خونديتوب، د قومي ډلو د حقونو د خوندیتوب، امنیت او د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پر اړتیا ټینګار کوو. د ټولو افغانانو بشري حقونو ته په پوره درناوي او د افغان نجونو او ښځو د اساسي حقونو په ځانګړي توګه د زده‌کړو او کار د حق د خوندیتوب پر اړتیا ټینګار وشو او په دې تړاو یې له چارواکو سره د لا زیاتو اړیکو غوښتنه وکړه.»

په دې غونډه کې د اسلامي امارت په استازیتوب د بهرنیو چارو وزارت ویاند حضور درلود؛ خو تر اوسه اسلامي امارت د دې غونډې د وروستي پرېکړه‌لیک په تړاو څه نه‌دي ویلي.

ورته‌مهال د سیاسي چارو ځینې شنونکي وايي، له افغانستان سره د اسلامي هېوادونو په ګډون د نړۍ د تعامل د زیاتوالي لپاره اړتیا ده چې اسلامي امارت دغو غوښتنو ته لازمه پاملرنه وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي طلوع‌نیوز ته وايي:«د اسلامي همکاریو سازمان له دې خوښ نه‌دی چې په افغانستان کې د نجونو زده‌کړې د دین په نوم محدودې شوي اویا بندې شوې دي.»

د سیاسي چارو بل شنونکی سلیم پيګیر هم څرګندوي:«اسلامي هېوادونه د افغانستان په سیاسي، ټولنیز او اقتصادي ژوند کې عمده رول لري او په دغې پرېکړه‌لیک کې چې د افغانستان له اسلامي امارته کومې غوښتنې کړي، په حقه او د افغانستان د خلکو غوښتنې هم دي.» 

د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان په غونډه کې چې په ګېمبیا کې جوړه شوې وه، د څه باندې ۵۰ اسلامي هېوادونو استازو ګډون کړی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه