Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان په تړاو د اسلامي هېوادونو د غونډې پرېکړه‌لیک ته د ا.ا غبرګون

اسلامي امارت په ګېمبیا کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د پنځلسمې غونډې پرېکړه‌لیک ته په غبرګون کې ویلي، هغه څه چې په دغه پرېکړه‌لیک کې د افغانستان په تړاو راغلي، د سرپرست حکومت له لوري پلي شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې غونډه کې د سرپرست حکومت ګډون د یوې لاسته راوړڼې په توګه یادوي او وایي چې د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې په لومړي ځل د اسلامي امارت حضور به له اسلامي هېوادونو سره د اغېزناک تعامل پیلامه وي.
 
ښاغلی مجاهد وايي:«هغه پرېکړه‌لیک چې دوی صادر کړی، ټول هغه کارونه وو چې په افغانستان کې شوي، د بېلګې په توګه د وګړو حقونه چې به افغانستان کې ټول خلک خپل حقوق لري، د نظام شمولیت چې افغانستان دم‌ګړۍ داسې حکومت لري چې ټول قومونه په هغې کې خپل استازی لري او ټول ولایتونه خپل استازي لري او همدارنګه په افغانستان کې د بهرنیو کړویو پر وړاندې مبارزه هم په اغېزناکه توګه مخته تللې ده. دا یو ډېر بریالی ګډون و او لومړی ځل و چې د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې ګډون کوي او دا ګډون به له اسلامي هېوادونو سره د اغېزناک تعامل لپاره پېلامه وي.»      

بلخوا، د سیاسي چارو ځيني شنونکي له افغان سرپرست حکومت سره د اسلامي هېوادونو د تعامل پراختیا د نړۍ د ځينو غوښتو په عملي کېدو پورې تړلې ګڼې.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي:«که‌چېرې وشي چې د یوې لویې جرګې په ترڅ کې د نړۍ پر غوښتنو یوه غونډه ولرو، غوره به وي او د دې ترڅنګ له نړۍ څخه د افغانانو غوښتنې څه دي، دا هم باید پر مېز کېږدو او پرېکړه وکړو.»

د سیاسي چارو بل شنونکی سید مقدم امین هم څرګندوي:«د اسلامي امارت تکلیف سیاسي دی، د قانون او حقوقو په چوکاټ کې لږې ستونزې لري، یعنې هغه عناصر چې د یوه سیاسي نظام جوړونکي دي دلته بشپړ شوي؛ خو په سیاسي حوزه کې نړۍوال معیارونه یو لړ قوانینو ته تابع دي چې له شک پرته باید پر هغو تمرکز وشي.» 

د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د پنځلسمې غونډې په پرېکړه‌لیک کې په افغانستان کې د ټول‌ګډوني حکومت پر جوړېدو، د ښځو حقونو ته پر درناوي او له خلکو پر ملاتړ ټينګار شوی دی.

په دغې دوه ورځنۍ غونډه کې چې په ګېمبیا کې جوړه شوې وه د اسلامي هېوادونو څه باندې ۵۰ استازو ګډون کړی وو.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې غونډه کې د سرپرست حکومت ګډون د یوې لاسته راوړڼې په توګه یادوي.

شریک یي کړئ