Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له افغانستان سره د نړۍ پر چلند د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال نیوکه

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ننګرهار کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو له روزنیز مرکز څخه د اسلامي امارت د ځواکونو د فراغت په مراسمو کې له سرپرست حکومت سره د نړۍ د قدرتونو پر چلند نیوکه کړې ده.

ملا عبدالغني برادر وايي، د نړۍ قدرتونه اوس هم هڅه کوي چې د افغانستان د اقتصادي او سیاسي پرمختګ مخه ونیسي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وايي:«موږ او تاسو ته اوس هم د دنیا ستر طاقتونه د شک په سترګه ګوري او زموږ اقتصادي، سیاسي چارو مخنیوی اوس هم کوي. موږ او تاسې باید ویښ او بیداره واوسوو.»

د سیاسي او اقتصادي چارو ځينې شنونکي زیاتوي، ځیني هېوادونه د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره په افغانستان کې یو خپلواک نظام نه‌غواړي. دوی په دې باور دي چې افغانان باید د ګاونډیو او د نړۍ د دغو دسیسو پر وړاندې یو موټی شي.

د سیاسي چارو شنونکي ګل محمدالدین محمدي وویل:«مناسبه خبره دا ده، د دې لپاره چې موږ وکړای شو له نړۍ سره مقابله وکړو، په داخله کې باید موږ کومه بې‌اتفاقي ونه‌لرو، که‌چېرې موږ په داخل کې مستحکم نظام ولرو، بیا موږ کولای شو چې خپل حقه حقوق له نړۍوالو څخه وغواړو او له هر چا سره بالمثله تعامل وکړو.»

د اقتصادي چارو بل شنونکی شمس الرحمن احمدزی هم څرګندوي:«د لوېدیځو یوازېنی عمده هدف هم همدا دی چې دوی په اسلامي هېوادونو کې د اسلام دین د له‌منځه وړلو لپاره کوښښ کوي.»

تر دې وړاندې د اسلامي امارت ځينو نورو چارواکو هم د نړۍ له هېوادونو غوښتي وو چې، د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي او د خپلو غوښتنو د منلو لپاره د فشار او تحمیل پر ځای د خبرو اترو لار غوره کړي.
 
د سیاسي او اقتصادي چارو ځينې شنونکي زیاتوي، ځیني هېوادونه د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره په افغانستان کې یو خپلواک نظام نه‌غواړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه