د بدخشان په مرکز کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان چاودنه کې درې تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د دغو شمېرو له پخلي سره وایي چې، دا چاودنه نن (چهارشنبې) له غرمې مخکې، فیضاباد ښار کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان شوې ده.
ښاغلی قانع زیاتوي چې پېښه له چاودېدونکو توکو څخه د ډک موټرسایکل د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل:«دغه ماین په داسې حال کې چاودنه وکړه چې د پولیسو کاروان د کوکنارو د کښت د لهمنځه وړلو په موخه له هغې سیمې تېرېدل. د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، له بده مرغه درې تنه پولیس شهیدان شوي او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.»
بلخوا د پېښې یو عیني شاهد امانالله بیا د دې چاودنې په اړه د خپلو سترګو لیدلی حال داسې بیانوي:«په هټۍ کې ناست وم چې د چاودنې غږ وشو. یو موټر ودرېد او نور موټر هم د هغه ترشا ودرېدل. له هغې وروسته یې موږ ته اجازه رانهکړه چې له هټۍ څخه ووځو.»
ورته مهال، د بدخشان مرکز فیض اباد ښار اوسېدونکي له چاودنې وروسته، له امنیتي بنسټونو غواړي چې، د امنیت ټینګښت په پرخه کې لا هڅې وکړي.
د بدخشان اوسېدونکی رسول وايي:«موږ د سیمې د خلکو په توګه له دوی سره همکار یو او له دې وروسته دې متوجه وي چې دا ډول پېښې رامنځته نهشي.»
د بدخشان بل اوسېدونکي هم طلوعنیوز ته وویل:«ډېر اندېښمن یو. ښځې او ماشومان ټول په کور کې وېرېدلي دي.»
تر اوسه د دې چاودنې پړه کوم کس او یا هم کومې ډلې پر غاړه نهده اخیستې؛ خو کورنیو چارو وزارت وایي چې، په دې اړه یې څېړنې پیل کړې دي.