Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کورني بې‌ځایه شویو د لېږد لپاره د کډوالو چارو وزارت هڅې

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمن راشد طلوع‌نیوز ته وايي، دم‌ګړۍ په هېواد کې څه باندې ۳۸۰ زره کورني بې‌ځایه شوي لرو.

 ښاغلی راشد وايي چې ډېری دغه بې‌ځایه شوي د هرات، ننګرهار، کندوز، بغلان، تخار او بلخ ولایتونو دي چې، په تېر یوه کال کې څه باندې ۷ زره کورنۍ بېرته خپلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.

د دغه وزارت مرستیال د بې ځایه شویو په تړاو د یاد وزارت تر لاس لاندې پروګرامونو یادونه هم کوي.

عبدالرحمن راشد وايي:«اسلامي امارت پرېکړه کړې چې دوی په داوطلبانه توګه خپلو اصلي مېنو ته ولېږدوي او د هغوی ستونزې او اړتیاوې پوره کېږي او هوډ لرو چې ورته کور ورکړو.»

ورته مهال، ځينې کورني بې‌ځایه شوي چې د هغوی کورونه د کابل ښاروالۍ لخوا ویجاړ شوي، له اسلامي امارته غواړي چې هغوی ته سرپناه جوړه کړي.

۴۲ کلن صالح محمد له څه باندې نهو کلونو راهیسې د کابل په یوې څنډه کې ژوند کوي. دی وايي، د کورنیو جګړو پر مهال له ننګرهار کابل ته راغلی او له هغه وخته تر اوسه په دې ځای کې ژوند کوي.

هغه وویل:«اوس زه بېرته خپل کلي ته ځم، خو زه اوس دا وسه نه‌لرم چې زه خپل دغه لرګي، د خپل کور وسایل خپل کلي ته یوسم. زه اوس اړ یم چې خپل دغه لرګي په نیمه بیه خرڅ کړم.»

له دې سره سم، ځينې نور داخلي بې‌ځایه شوي وايي، ۸ ورځې مخکې کورونه یې د کابل ښاروالۍ له لوري وران شوي او دم‌ګړۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دوی له اسلامي امارته غواړي چې، د سرپناه غم یې وخوري.

کورنی بې‌ځایه شوی وحید‌الله وايي:«په خپله معیوب یم او کونډې او یتیمان راته ناستې دي، څنګه وکړم؟»

بل کورني بې‌ځایه شوي زرولي هم څرګنده کړه:«ستونزه مو دا ده چې زموږ کور یې را ړنګ کړ، نور نه‌ د ځای درک شته او نه د پیسو درک شته چې، له دغه ځایه نه کور یوسو او په یو ځای ته یې ورسوو.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسوولانو پر وینا، ډېری بې ځایه شوي کورنۍ د هرات، ننګرهار، کندوز، بغلان، تخار او بلخ ولایتونو دي.

ښاغلی راشد وايي چې ډېری دغه بې‌ځایه شوي د هرات، ننګرهار، کندوز، بغلان، تخار او مزار ولایتونو دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه