Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د چمن پرلت کوونکو ګواښ؛ زموږ خوځښتونه به پراخ شي

د چمن پرلت کوونکي پر ډیورنډ فرضي کرښه د غځېدلي اغزن مزي د لېرې کولو ګواښ کوي.

پرلت کوونکي ګواښ کوي که یې غوښتنې وانه ورېدل شي، په سترو حرکتونو به لاس پورې کړي.

دوی د پاکستان چلند د ټولو نړۍوالو اصولو خلاف ګني او د پاکستان حکومت د چمن د اوسېدونکو د اقتصاد پر کمزوري کولو تورنوي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مرکزي کمېټې غړی عبدالحليم وايي:«پر ډیورنډ کرښه، چې کم تارونه دي د دې په اړه به مشترکه فصیله کېږي او مشترکه اعلاميه به خپرېږي، دا مبارزه او جګړه به اوس روانېږي او دا به ټول چارواکي هم اوري.»

د چمن پرلت يو شمېر نور غړي بيا له نړۍوالو غواړي چې چمن کې د خلکو پر ضد د پاکستاني رياست کړنو په اړه خپله چوپتیا ماته کړي.

د چمن پرلت ویاند عبدالصادق اڅکزی وايي:«زموږ سره د روان ظلم په اړه باید نړۍ ږغ پورته کړي او زموږ سره ملګري وکړي.»

چمن کې د پېل شوي پرلت تنظیموونکو ویلي، د ځينو نورو سياسي ګوندونو مشران هم ورسره يو ځای شوي او ژر به د خپلې موخې د ترلاسه کولو لپاره په سترو حرکتونو هم لاس پورې کړي.

چمن کې پرلت هغه مهال پیل شو چې، د پاکستان حکومت له لوري د سپین بولدک پر دروازه د پاسپورت او ویزې لرل الزامي شول.

د چمن پرلت کوونکي د پاکستان چلند د ټولو نړۍوالو اصولو خلاف ګني او د پاکستان حکومت د چمن د اوسېدونکو د اقتصاد پر کمزوري کولو تورنوي.

شریک یي کړئ