Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نیمروز والي: عصري زده کړې د ټولنې بنسټیزه اړتیا ده

د نیمروز والي محمد قاسم خالد وایي په هېواد کې عصري زده کړې بنسټیزه اړتیا ده. 

محمد قاسم خالد د دولتي او خصوصي ښوونځیو ممتازه زده کوونکو پېژندنې پروګرام کې دغه راز وایي، زده کوونکو ته باید ښوونځیو کې د معیاري زده کړو زمینه برابره شي.

د نیمروز والي، محمد قاسم خالد زیاته کړه: « د ټولو عصري علومو زده کړه زموږ د ټولنې  اساسي اړتیا ده چې د عصري علومو په وسیله وکولای شو له قرانکریم کافي مالومات ترلاسه کړو و او په ښوونځیو کې باید زده کوونکو ته د معیاري زده کړو زمینه برابره شي.»

دغه زده کوونکي بیا د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي څو د نجونو پر وړاندې هم د ښوونځیو دروازې پرانیزي. 

زده کوونکي، رحیم الله وویل: « خوښ یم چې نن وستایل شوم، له سرپرست حکومته غواړم چې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې پرانیزي ځکه دوی هم اړتیا لري چې د هلکانو په څېر د زده کړو زمینه ورته برابره شي.»

یو بل زده کوونکي، عبدالحکیم هم وویل: « له سرپرسته حکومته غواړم چې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي، ځکه دوی هم حق لري څو زموږ په څېر د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.»

د نیمروز سیمه ییز مسوولین وايي دغه ولایت کې یو شمېر ځوانانو ته د عصري زده کړو زمینه برابره شوې.

د دوی په خبره، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ځوانانو ته د کمپیوټر او انګلیسي ژبې وړیا زده کړو زمینه برابره شوې.

د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رییس، حبیب الله الهام په دې اړه وویل: « موږ وکولای شول چې تېر کال په نیمروز کې ډېر شمېر زده کوونکو ته د عصري زده کړو زمینه برابره کړو. د نیمروز اطلاعاتو او کلتور ریاست ځوانانو ته د انګلیسي او کمپیوټر وړیا زده کړو پروګرامونه په لاره اچولي دي. له ځوانانو غواړو چې د ټولنې د پرمختګ لپاره هڅې وکړي.»

د نیمروز والي داسې مهال ښوونځیو کې د عصري زده کړو د فرصتونو برابرولو غوښتنه کوي چې شاوخوا دوه نیم کاله کېږي د نجونو پر وړاندې له شپږم پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړل شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه