مولوي عبدالکبیر زیاتوي چې سرپرست حکومت د هوایي امکاناتو نه لرلو له امله، د بې پیلوټه الوتکو د ګرځېدو د کنټرول وس نه لري.
د رییس الوزراء سیاسي مرستیال پنجشیر کې یوې غونډې ته وایي، ځینې داسې شایعات شته چې امریکا د افغانستان په فضا کې د بې پیلوټه الوتکو د ګرځېدو په بدل کې له سرپرست حکومت سره مالي مرستې کوي.
د رییس الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو سفرونو په لړ کې، د پنجشیر یوې ولسي غونډه کې ګډون وکړ.
مولوي عبدالکبیر دغې غونډې ته و ویل، سرپرست حکومت د هوایي امکاناتو نه لرلو له امله، د افغانستان په فضا کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو د ګرځېدو د مخنیوي وس نه لري.
د رییس الوزراء سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر و ویل: دغه پیسې اسلامي امارت ته نه راځي، افغانستان ته راځي، په دې کې شک نشته خو د اسلامي امارت په واک کې نه دي، هماغه موسسې یې ویشي. البته کومې موسسې چې ښه کار کوي، هغه موږ تاییدو، د کار هرکلی یې کوو. پر ټولو اعتراض نه کوو. بې پیلوټه الوتکې بدمعاشي ده، موږ سره وسایل نشته چې په ځمکه یې نه پریږدو نو په هوا کې به هم نه وای.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست، نورالله نوري هم و ویل: اسلامي امارته خپله کورنۍ او بهرنۍ پالیسي او کورنی او بهرنی سیاست د شریعت په چوکاټ کې مخ ته وړي. له نړۍ سره ښې اړیکې غواړو، له نړۍ سره ښه راشه درشه غواړو او له نړۍ سره ښه سوداګري غواړو.
د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست وایي، اوسنی حکومت ټولګډونی دی او ځینې هېوادونه په دې تړاو په منفي تبلیغاتو تورنوي.
په دغه غونډه کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست د پخوانۍ شوروي اتحاد پر وړاندې د پنجشیر خلکو د مبارزې ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د لومړي ځل لپاره جهاد له پنجشیره د احمد شاه مسعود په مشرۍ پیل شوی دی.
د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست، محمد خالد حنفي و ویل: کله چې سره لښکر پر افغانستان، زموږ پر سپیڅلي هېواد برید وکړ، جهاد له همدې پنجشیر درې پیل شو. هغه مهال امیر، احمد شاه مسعود و. له همدې ځایه نورستان ته ولاړ. دلته حالات ورځ تر بلې خرابېدل.
د پنجشیر والي، محمد آغا حکیم هم زیاته کړه: د پنجشیر د فوق العاده لوا مشرتابه، د پنجشیر امنیه قومندانۍ او استخباراتو یو جلا او خپلواک کمیسیون جوړ کړی چې د خلکو ستونزې واوري او ستونزې یې حل کړي.
له دې سره هممهاله د پنجشیر یو شمېر اوسېدونکي او دیني عالمان په هېواد کې د ټولنیز عدالت د ټینګښت غوښتونکي دي.
د پنجشېر یوه دیني عالم، محمد یحیی عنابي هم په ډاګه کړه: د اسلامي امت یووالی او د افغانانو یو والی په ټولنیز عدالت سره لاس ته راځي. ټولنیز عدالت باید د پامیر له واخانه د کندهار تر پنجوايي یو ډول په پام کې ونیول شي.
په دې ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وایي چې په وروستیو ورځو کې د هیواد په کانونو کې نږدې شپږ میلیارډ ډالره پانګونه شوې او همداراز په ځینو ولایتونو کې لس نوې کارخونې جوړې شوې دي.