د سهار د خبرو اترو مرکز او د ایران د څېړنیزو مطالعاتو پلاوی وايي، د دوی د څېړنو لمخې، د افغانستان اوسنۍ ننګونې کېدای شي له ګاونډیو هېوادونو سره د خبرو له لارې حل شي.
د دغو مرکزونو د مسوولینو په وینا، په دې څېړنه کې له حکومتي چارواکو او نورو افغانانو سره خبرې شوې دي.
فضل الرحمن اوریا دغه راز په تهران کې د افغانستان د مسایلو په اړه د یوه نړۍوال کنفرانس له ترسره کېدو خبر ورکوي.
د سهار خبرو اترو مرکز مسوول، فضل الرحمن اوریا په دې اړه و ویل: «په ایران کې د افغانستان په تړاو باید یوه نړۍواله غونډه جوړه شي، یوه واحده اجنډا ولري چې په تړاو به یې خبرې وشي او یوه بله هوکړه دا وشوه چې یو نړۍوال کنفرانس په کابل کې په دې تړاو ترسره شي چې اسلامي نړۍ څه ډول د لویدیځ د ظلم او استبداد لاندې ده.»
بل لور ته په کابل کې د ایران سفیر سټراټیژیک سلاکار له ګاونډیو هېوادونو سره د سرپرست حکومت د اړیکو پر پراختیا په ټینګار سره وایي، د ترهګرۍ مسله نه باید له ګاونډیو هېوادونو او سیمې سره د سرپرست حکومت اړیکې اغیزمنې کړي.
په کابل کې د ایران سفیر سټراټیژیک سلاکار دغه راز د نشه يي توکو او ترهګرۍ مسایلو ته په اشارې سره د افغانستان او ګاونډیانو ترمنځ د یوې سیمه ییزې تګلارې او امنیتي تړونونو په رامنځته کېدو ټينګار کوي.
کابل کې د ایران سفیر سټراټیژیک سلاکار، سید علي مجاني و ویل: «که د ګاونډيو او افغانستان ترمنځ یوې امنیتي هوکړې ته ورسیږو، داسې یو تړون اوسي چې شپږ هېوادونه د یوه هېواد سربېره د افغانستان استازیتوب وکړي. دغه شپږ جمع یو ټولنه کولای شي د افغانستان راتلونکی تضمین کړي..»
په کابل کې د ایران سفیر سټراټيژیک سلاکار دغه راز په افغانستان او له افغانستانه بهر د بېلابېلو لورو ترمنځ د خبرو اترو لپاره زمینه برابرول مهمه ګڼي او وایي، د افغانستان سیاسي ټیکاو د ټولګډوني او مسوول حکومت په رامنځته کېدو پورې اړه لري.
کابل کې د ایران سفیر ستراتیژیک سلاکار، سید علي مجاني څرګنده کړه: «د افغانستان په تاریخ کې بریالی حکومت هغه دی چې پایېدونکی حکومت وي. د افغانستان تاریخ دا څرګنده کړې چې د یوه قوم، یوې ژبې او سیاسي کودتا حکومتونه هیڅکله پایېدونکي نه وو.»
د سهار خبرو اترو مرکز مسوولینو په وینا دغه مرکز د روان زیږدیز کال د فبروري په ۷ نېټه په افغانستان او له افغانستانه بهر د بېلابېلو لورو ترمنځ د خبرو اترو لپاره د زمینه سازۍ او په هېواد کې د شته ستونزو د حل لپاره حکومت ته د مشورې ورکړې په موخه رامنځته شو.