د امریکا بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له حکومته غوښتي چې، د افغان کډوالو د وېستنې بهیر ودري.
له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري یا په زوره را ایستلو لړۍ له دوام سره هم مهال، د امریکا بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا له پاکستانه غواړي چې له دغه هېواده د افغان کډوالو له ایستلو ډډه وکړي.
د دغه وزارت ویاند په افغانستان کې د وضعیت په نامناسب بللو سره وايي، واشنګټن د اسلام اباد په ګډون د افغانستان ټول ګاونډیان هڅوي چې د افغان کډوالو د بیرته نه ګرځولو له لارو چارو پیروي وکړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند، مېتیو مېلر و ویل: (موږ به د پاکستان په ګډون د افغانستان د ګاونډیانو هڅونې ته دوام ورکړو څو دغه هېواد په افغانستان کې خرابو شرایطو ته په پام، د کډوالو د بیرته نه ګرځولو پر تګلارې عمل وکړي او له نړیوالو مرستندویه سازمانونو سره همغږي اوسي څو دوی ته بشري مرستې وړاندې کړي او د کډوالو د ژغورنې د حیاتي میکانیزم له پلي کیدو ملاتړ وکړي.)
خو له دې سره سره ، له پاکستانه د افغان کډوالو د اجباري یا په زوره ایستلو دویم پړاو لا هم په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو جدي اندېښنې له ځان سره لري.
په پاکستان کې مېشت افغان کډوال، شفیق الله کهزاد و ویل: «زه د پاکستان له حکومت، د بشري حقونو ملاتړ بنسټونو او ملګرو ملتونو غواړم چې دغه کډوال چې نن دلته راغلي او پناه یې راوړي او له کوره لرې دي، مرستې، همکارۍ او خواخوږۍ ته اړتیا لري.»
په پاکستان کې مېشت یوه بل افغان کډوال، محمد سیرت هم و ویل: «موږ په پاکستان کې له لومړنیو خدمتونو برخمن نه یو. موږ په ازاده توګه نشو کولای په روغتونونو کې د ځان درملنه وکړو.»
له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو ترڅنګ په ایران کې هم افغان کډوال له ورته برخلیک سره مخ دي.
د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت، له ایرانه د نږدې درې زره افغان کډوالو له را ایستلو خبر ورکړی او وایي چې دغه کډوال د چهارشنبې په ورځ په خپله خوښه او زور سره هېواد ته را ستانه شول.