د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، د افغاستان سرپرست حکومت باید د ترهګرو ډلو پر وړاندې اقدامات وکړي.
د دغه وزارت ویاندې د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د ویاند وروستیو څرګندونو په غبرګون کې زیاته کړې چې، د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د خاورې د کارېدنې مساله بې بنسټه ده.
د پاکستان پر وړاندې د افغان خاورې د کارېدو په تړاو د پاکستان د پوځ د ویاند تر څرګندونو وروسته یو ځل بیا د کابل او اسلام آباد ترمنځ لفظي ترینګلتیاوې رامنځته شوې دي.
اسلامي امارت د نوموړي د یادو څرګندونو په ردولو سره وایي چې کله کله داعش د پاکستان له خاورې د افغانستان پر وړاندې ګټه پورته کوي.
د دفاع وزارت ویاند، عنایت الله خوارزمي ویلي: موږ داسې موارد لرو چې داعشیان د پاکستان له خاورې افغانستان ته راننوتلي دي او زموږ د خاورې پر ضد د پاکستان خاوره کاروي.
خو دمګړۍ د کابل او اسلام آباد ترمنځ د لفظي شخړو په دوام د پاکستان بهرنیو چارو وزارت، د افغانستان پر وړاندې د داعش له لوري د پاکستان د خاورې د کارولو په تړاو د اسلامي امارت د دفاع وزارت څرګندونې ردوي.
د اکسپرس ټریبیون د رپوټ له مخې د یاد وزارت ویانده زیاتوي چې سرپرست حکومت باید د دا ډول څرګندونو پر ځای په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې ګام پورته کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، متماز زهرا بلوچ ویلي: (په دا ډول اغیزمنو اقداماتو سره طالبان باید وکړای شي وښيي چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې پناه ځای او پټنځای نه لري، طالبان باید د پاکستاني طالبانو د تحریک او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې اغیزمن اقدامات وکړي.)
د کابل او اسلام اباد ترمنځ ترینګلتیاوې بې مخینې نه دي.
خو په وروستېو ورځو کې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ترینګلتیاو د زیاتوالي لامل څه دی؟
د نظامي چارو شنونکي، محمد متین محمدخېل و ویل: دا دروغجنې ادعاوې دي، د دې لپاره چې خپلې ماتې توجیې کړي، دې مسایلو ته لمن وهي خو داسې څه نشته.
د نظامي چارو شنونکي، صادق شینواري و ویل: دا ټولې بهانې دي او دا ځکه چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې د یوې نوې سناریو د جوړولو په لټه کې دی.
په پاکستان کې د نا امنیو په زیاتېدو پسې یاد هېواد په ځلونو سرپرست حکومت په خپله خاوره کې ترهګرو ډلو ته په ځای ورکولو تورن کړی خو اسلامي امارت تل دغه تورونه رد کړي دي.