Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ننګرهار د لاریونونو پر مهال ۲ تنه وژل شوي او ۴ ټپیان دي

په ننګرهار کې د دوه کسانو له وژل کېدو وروسته د دغه ولایت سیمه ییز مسوولین وايي، لا هم معلومه نه ده چې، پر لاریون کوونکو د چا له لوري ډزې شوې دي.

یوه ورځ مخکې د جلال اباد ښار په نهمه ناحیه کې د کوچیانو تر لاریون وروسته په ډزو کې دوه کسان ووژل شول او څلور نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ګمرک اړوند ځمکو څخه د کوچیانو چې په دغو ځمکو کې یې په غیر قانوني توګه د استوګنې کورونه جوړ کړي وو او همدلته یې ژوند کاوه د ایستلو بهیر تر پیل وروسته ددې سیمې اوسېدونکو په اعتراضونو لاس پورې کړ.

د ننګرهار سیمه ییز مسوولین وايي ددې سیمې له تخلیې موخه یې د ننګرهار ګمرک پراختیا ده او له دې وړاندې دلته ددې سیمې اوسېدونکو ته یې مهلت ورکړی و چې دا سیمه تخلیه کړي.

د پنجشنبې په ورځ د ورکړل شوي مهلت وروستۍ ورځ وه چې د سیمې اوسېدونکي د امنیتي ځواکونو له لوري د تخلیې چارو مخنیوي سره په لاریون لاس پورې کړ.

د لاریون کوونکو منځ کې د ډزو غږونو وروسته دوه تنه اعتراض کوونکي و وژل شول او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

خو د ننګرهار سیمه ییز مسوولین وايي دا روښانه نه ده چې پر لاریون کوونکو د چا لخوا ډزې شوې دي.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند، عبدالبصیر زابلي هم په دې تړاو و ویل: کله چې امنیتي مسوولینو او د ګمرک کسانو دلته کار شروع کړ، کوچیانو وروڼو پر امنیتي کسانو مسلحانه برید وکړ او په دغه اخ و ډب او متقابلو ډزو کې نا تایید شوي راپورونه دا وايي چې د کوچیانو وروڼو دوه تنه مړه شوي او څلور تنه یې ټپیان دي

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر، قریشی بدلون و ویل: فی الحال لپاره چې په کومه سیمه کې جنجال و یا د ګمرک هلته دیوال تېریده، هلته تېره ورځ فیصله وشوه چې دلته به نور کار نه کیږي د ګمرک له لوري او همدا رنګه به خلک لاریون ختموي. في الحال موضوع د مشرتابه مقام ته استول شوې ده چې وروسته هر ډول پریکړه کیږي ټول هماغې پریکړې ته انتظار یو.

خو ددې سیمې اوسېدونکي وايي له اوه زره ډېرې کورنۍ شاوخوا دیرش کاله کېږي چې دغلته ژوند کوي.

دوی زیاتوي چې د ننګرهار ګمرک د پراختیأ مخالف نه دي خو دا سیمه باید دوی ته په قانوني بڼه ورکړل شي.

قومي مشر، نعمت الله  و ویل: دغه زر جریبه ځمکه پخواني حکومتونو موږ ته ویلي و چې تاسې به داسې کوئ چې دا د ګمرک ساحه به خالي پریږدئ، په دې کې به تاسې نه اړوئ او نور بقایا په دې دشته کې تاسې خپلې ابادۍ وکړئ او خپل کورونه پکې جوړ کړئ 

د سیمې اوسېدونکي، مینه دار احمدزي زیاته کړه: پرون چې کومه حادثه زموږ په دې سیمه کې په باریکاب کې شوې ده له دولت څخه د هغوی عاملین غواړو چې هغه محاکمه شي

له دې سره هممهاله د ننګرهار سیمه ییزو مسوولینو د قاتلینو پېژندنې او د ګمرک مسوولینو او سیمې اوسېدونکو ترمنځ د راپورته شوې ستونزې حل په موخه د یو کمیسیون ګومارل خبر ورکوي.

په ننګرهار کې د دوه کسانو له وژل کېدو وروسته د دغه ولایت سیمه ییز مسوولین وايي، لا هم څرګنده نه ده چې، پر اعتراض کوونکو د چا له لوري ډزې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه