د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست له چین هېواده وغوښتل چې، د بدخشان تر واخان او خپل سرحد پورې د نوري فایبر مزی وغځوي او افغان لوری به هم ډېر ژر د نوري فایبر کیبل تر سرحدي سیمو ورسوي؛ څو له دې لارې له چین سره وصل شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست په کابل کې د چین له سفیر سره په کتنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د بدخشان تر واخان او د دغه هېواد تر پولې پورې د نوري فایبر مزي د غځولو غوښتنه کړې ده.
د دغه وزارت ویاند وايي، په دې لیدنه کې نجیب الله حقاني ویلي، کابل او بېجینګ اوږدې او تاریخي اړیکې لري او دا اړیکې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د متقابل احترام پر بنسټ دوام لري.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند، عنایت الله الکوزي و ویل: «چین کولای شي د افغانستان له جغرافیي موقعیته په ګټنې، د نورو اوږدو لارو پرتله په اسانه له دې لنډې لارې وصل شي. په دغه کتنه کې سرپرست وزیر زیاته کړه چې چین او افغانستان یو بل ته په متقابل درناوي کولای شي اقتصادي اړیکې پراخې کړي.»
د عنایت الله الکوزي په خبره، په دې کتنه کې په کابل کې د چین سفیر زیاته کړې، هېواد يې افغانستان سره د تاریخ په اوږدو کې ښې اړیکې درلودلي او هڅه کوي دا اړیکې لا پیاوړې او دوامداره پاتې شي.
د سیاسي چارو یو شمېر شنوونکي په دې باور دي چې د هېواد د ستونزو حل لپاره باید سرپرست حکومت له چین سره د ښو اړیکو لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.
د سیاسي چارو شنونکي، امان الله هوتکي په دې اړه و ویل: «په اوسنیو شرایطو کې چې نړۍ له موږ سره تعامل بند کړی که کوم کوچنی هېواد هم له موږ سره تعامل وکړي اړتیا ورته لرو. د چین په څېر له یوه هېواد سره تعامل ته خو ډيره اړتیا لرو.»
د سیاسي چارو شنونکي، سید اکبر آغا و ویل:: «چین له موږ سره رښتینی تعامل نه کوي، که رښتینی تعامل وکړي هم به د افغانانو په ګټه وي او هم د چین ولس په ګټه وي. موږ افغانان لا زیات تعامل ته اړتیا لرو ځکه وزګارتیا ده.»
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، په کابل کې د چین سفیر په لیدنه کې ویلي، بیجینګ لېواله دی چې د بدخشان د واخان له لارې د نوري فایبر مزی وغځوي او په دې برخه کې به خپلو مسلکي او ماهرینو سره خبرې وکړي.
په دې اړه مو اندونه