Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایران ته د اوتونبایوا سفر؛ د افغانستان په تړاو د دوحې پر راتلونکي غونډې بحث

 د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د استازولۍ د دفتر یا یوناما رییسې روزا اوتونبایوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال علي باقري سره په کتنه کې د افغانستان په تړاو د دوحې پر راتلونکې غونډې خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې د روزا اتونبایوا له قوله لیکلي چې هغې په دغې کتنه کې افغانستان کې د ټیکاو د رامنځته کېدو لپاره د نړۍ هېوادونو د دریځونو د همغږۍ پر اړتیا ټینګار کړی او همدا راز د افغانستان له سرپرست حکومت سره د ایران د تعامل غوښتنه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي:«په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو استازي هم د افغانستان د تحولاتو پېچلتيا او د فعالانو شمېر او د هغوی دريځونو ته په نغوتې سره، د افغانستان له پراختیا او ټیکاو سره د مرستې لپاره د سيمې او نړۍ د هېوادونو د دريځونو د همغږي کولو پر اړتیا ټینګار وکړ او د هغوی ترمنځ د همکاریو د رامنځته کېدو او د افغانستان له سرپرست حکومت سره د ایران د اسلامي جمهوریت د مرستې غوښتنه وکړه.»

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې علي باقري په دغه کتنه کې ویلي چې، په افغانستان کې د ملګروملتونو لومړیتوب باید په افغانستان کې د خلکو د ګټو خوندیتوب، د افغانستان د امنیت تضمین او دغه‌راز د سولې او ټیکاو رامنځته کول وي.

خبرپاڼې لیکلي:«زمو د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په دغه کتنه کې وویل چې، له افغانستانه د امریکا د وتلو پر مهال دغه هېواد ته د امریکا د راتګ پر مهال شرایطو ته په پام سره کولای شو دې پایلې ته ورسېږو چې په افغانستان کې د امریکا حضور په دغه هېواد کې د نا امنیو او بې ثباتۍ د پراختیا او د ترهګرۍ ګواښ او نشه‌يي توکو د تولید په زیاتوالي کې څومره اغېزمن وو.»

د پوهنتون استاد ذکي‌الله محمدي په دې هکله وايي:«هر هېواد د خپلې ګټې په نظر له اسلامي امارته غوښتنه لري، تر هغې چې، د هغوی لیدلوری یو نه‌شي او یو نظر ونه‌لري، اسلامي امارت نه‌شي کولای چې نړۍوال دریځ ته ورسېږي.»

د سیاسي چارو شنونکی  سیمع‌الله احمدزی هم څرګندوي:«د ملګرو ملتونو سازمان دنده دا ده چې، جګړې کمې کړي او یا هم په هېوادونو کې سوله او ټيکاو رامنځته کړي، تر کومه ځایه چې موږ یې وینوو، ملګرو ملتونو سازمان په تېرو درې کلونو کې په افغانستان کې، هغه څه ته چې اړتیا وه، ترسره کړي یې نه‌دي.»

بلخوا اسلامي امارت هم د افغانستان د سرپرست حکومت په اړه د ملګرو ملتونو د منفي ذهنیت په بدلولو کې د یوناما د اغېزمن اقدام غوښتنه کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل:«یوناما باید د ملګرو ملتونو سازمان او د افغانستان د خلکو ترمنځ باید لکه واسطه وي، هغه واقعیت، لاسته‌راوړنې او پرمختګونه چې موجود دي هغه د ملګرو ملتونو سازمان ته ورسوي او هغه منفي نیت چې په دغه سازمان کې موجود دی، د هغه په بدلون او د حقیقت موندنې په برخه کې همکاري ولري.»

علي باقري په دغه کتنه کې دغه‌راز افغانستان ته له هېواده بهر د تحصیل کړو افغانانو د بېرته راتګ زمینې د برابرولو او د هغوی له ظرفیتونو د ګټې اخیستنې غوښتنه کړې ده.

ایران په خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان کې د ملګروملتونو لومړیتوب باید په افغانستان کې د خلکو د ګټو خوندیتوب، د افغانستان د امنیت تضمین او دغه‌راز د سولې او ټیکاو رامنځته کول وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه