د لوړو زده کړو وزارت سرپرست، ندا محمد ندیم وایي دیني او عصري علوم د هېواد د پرمختګ وسیله ګڼي.
ندا محمد ندیم د ننګرهار پوهنتون د زده کړیالانو په یوې غونډه کې ویلي، د اسلامي امارت رهبر سپارښتنه کړې چې په افغانستان کې باید زده کړې د کیفیت پر اساس پراخې شي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست زیاته کړه: « که موږ د افغانستان پرمختګ غواړو نو باید عصري او دیني علومو ته هېواد کې پام وکړو، ځکه علم د یو هېواد د پرمختګ وسیله ده او پرمختګ هغه وخت رامنځته کیږي چې علم ریښتینی وي، ریښتینی ډاکټر، انجینر او مفتي ولرو.»
ښاغلی ندیم وايي، د زده کړو د کېفیت ښه والی د اسلامي امارت له لومړیتونو څخه دي او په خبره یې، د اسلامي امارت رهبر سپارښتنه کړې چې هېڅ غیر تخصصي کس ته دې علمي اسناد نه ورکول کېږي.
ندا محمد ندیم زیاته کړه: « د امیرالمومنین حفظه الله تل سپارښتنه دا ده چې د زده کړې کیفیت په معیارونو برابر کړئ او بیا بیا یې موږ ته ویلي، کمزورو خلکو ته علمي اسناد ورنکړو.»
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست همداراز زده کړیالانو ته په خطاب کې ویلي، چې په خپله مفکوره او عقیده ټینګ پاتې شي او د پردیو له افکارو اغېزمن نه شي.
ندا محمد ندیم په هېواد کې پر یووالي ټنیګار کوي او زیاتوي، د افغانستان د بریا راز په یووالي کې دی.
په دې اړه مو اندونه