Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اته دولتي بنسټونه له وزارتونو سره مدغم شول

له هغو ۱۹ دولتي بنسټونو څخه چې په وزارتونو کې مدغم شوي نه‌وو، د اسلامي امارت د رهبر د یو فرمان له مخې ۸ دولتي بنسټونه، دم‌ګړۍ له وزارتونو سره مدغم شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند وايي چې دغه کار د تشکیلاتي پړسوب، د زیاتو لګښتونو د مخنیوي او تر یوه صلاحیت لاندې ادارو په کارونو کې د لا ډېرې اغېزمنتیا لپاره شوی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد وايي:«دغو ادارو نورو ادارو ته بدلون کړی یعنې له نورو ادارو سره ادغام شوي او دغه بهیر د تشکیلاتي پړسوب او همدارنګه د بې‌ځایه لګښتونو د مخنیوي او همدارنګه د ادارو د ښه مدیریت لپاره عملی شوی دی.»

۱- د تفتیش عالي اداره د معاونیت بست د احکامو او فرمانونو د څارنې او تعقیب له ریاست سره مدغم شوې.
۲- د افغانستان طبي عالي شورا د عمومي ریاست په بست کې د عامې روغتیا له وزارت سره مدغم شوې.
۳- د خوړو او درملو ملي اداره د معینیت په بست کې د عامې روغتیا له وزارت سره مدغم شوې.
۴- د وسپنې پټلۍ اداره د معینیت په بست کې د ټولګټو له وزارت سره مدغم شوې.
۵- د تېلو او ګازو مرکزي او ولایتي ازماېښتونونه او تشکیلات یې د سټنډرډ او نورم له ملي ادارې څخه د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو له معنیت سره مدغم شوي.
۶- د خوراکي توکو مرکزي او ولایتي ازماېښتونونه او تشکیلات یې د سټنډرډ او نور له ملي ادارې څخه د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو له معینیت سره مدغم شوي.
۷- د حرفه يي زده‌کړو ادارې د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره مدغم شوي.
۸- د اولمپیک ملي کمېټه د بدني روزنې او ورزش له عمومي ریاست سره مدغم شوې او د اولمپیک، بدني روزنې او ورزش د عمومي ریاست په نوم نومول شوې ده.

د اسلامي امارت د رهبر د فرمان له مخې، په وزارتونو کې د مدغم شویو ادارو کارکوونکي دې د اړتیا له مخې په هماغو بستونو کې وګومارل شي.

 خو د دغو ادارو ادغام به د هېواد په کاري او اقتصادي برخو څه اغېزې ولري؟

د سیاسي چارو شنونکی مقدم امین په دې هکله وايي:«په هغه صورت کې چې ځينې خلک بې‌کاره شي او هغوی ته کوم ځای برابر نه‌کړي، طبیعي ده چې دا کولای شي چې پر یوې ننګونې بدل شي؛ خو دا ښه ده چې له ادغام مخکې باید د مخکنیو کارکونکو تکلیف مشخص شي.»

تر دې وړاندې د اسلامي امارت په تشکیل کې ۱۹ ادارې موجودې وې او دم‌ګړۍ د یادو ادارو تر ادغام وروسته یوازې ۱۱ ادارې د ۲۷ وزارتونو ترڅنګ د اسلامي امارت په تشکیل کې پاتې شوي او په خپلواکه توګه فعالیتونو ته دوام ورکوي.
 
شریک یي کړئ