اسلامي امارت په افغانستان کې له نشهيي توکو سره د مبارزې په برخه کې د نړۍوالې ټولنې پر نه همکارۍ نیوکه کوي.
د اسلامی امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د ایران له نشهيي توکو سره د مبارزې د مرکز رییس د څرګندونو په غبرګون کې وایي چې سرپرست حکومت له نشهیې توکو د کښت د لهمنځه وړلو لپاره جدی اقدامات کړی دی.
ښاغلي مجاهد په دې هکله وویل:«کهچېرې هغوی ادعا کوي چې ګواکې اوس هم نشهيي توکي شته، دا په بشپړه توګه د هغوی نه خبرتیا ښيي. البته د قاچاق په مخنیوي کې هم مو له خپلو امکاناتو کار اخیستی؛ خو هغه هېوادونه چې له نشهيي توکو څخه د زیان رسېدو نارې وهي او همدارنګه هغه بنسټونه چې له دې اړخه اندښمنه څرګندوي، د هغوی یو هم له افغانستان سره همکاري نهده کړې او زموږ بزګرو ته یې بدیل کښت نهدی وړاندې کړی.»
په دې کتنه کې د ایران له نشهيي توکو سره د مبارزې د مرکز رییس سکندر مومني ادعا کړې چې په افغانستان کې د نشهيي توکو کښت او قاچاق نهدی کم شوی.
ښاغلي مومني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې له هغې غوښتي چې له افغانستانه د نشهيي توکو قاچاق د جدي ګواښ په توګه وبولي.
اسکندر مومني زیاتوي:«موږ له ملګرو ملتونو غواړي چې مخدره توکي د یوه جدي ګواښ په توګه په پام کې ونیسي. د ایران اسلامي جمهوریت د هر هغه اقدام ملاتړ او هرکلی کوي چې زموږ په ګاونډ کې د مخدره توکو د تولید، ودې او قاچاق د مخنیوي لامل شي. خو واقعیت دا دی چې تر دې دمه د افغانستان له لوري د مخدره توکو د تولید، ودې او قاچاق په برخه کې د پاموړ کمښت نهدی لیدل شوی.»
بل پلو، د سیاسي چارو ځيني شنونکي پر دې باور دي چې د سیمې او نړۍ هېوادونه باید د نشهيي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې مبارزه کې له یو بل سره همکاري ولري.
د سیاسي چارو شنونکی ادریس خان ځاځی وايي:«هغوی باید په صادقانه توګه سره مبارزه وکړي څو نشهيي توکي کنټرول شي او د هغه له قاچاقه مخنیوی وشي. په کوم ځای کې چې نشهیي توکي قاچاق کېږي، حتماً دوه تنه دي یو افغانی او بل ایرانی.»
د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم هم څرګندوي:«دا لازمه ده چې بزګرو ته باید بدیل کښت وړاندې کړل شي. افغانستان له کرنیزو هېوادونو څخه دی، یعنې په هېواد کې ډېر کم هېوادونه دي چې یوازې د کرنې پراو ته پاتې وي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د عدلیې وزارت د اسلامي امارت د رهبر د فرمان په خپرولو سره ویلي و چې، د هر ډول نشهيي توکو کارول، لېږدول، پېر او پلور، واردات او صادرات بند دي او په هېواد کې د هر ډول نشهيي توکو د تولید فابریکې په جدي توګه منعه دي.
په دې اړه مو اندونه