Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ارګ: چین نړۍوالو ناستو کې د اسلامي امارت له دریځه ملاتړ کوي

کابل کې د چین سفیر، د ريیس الوزرا له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چین په نړۍوالو غونډو په ځانګړې توګه د امنیت شورا په غونډه کې د اسلامي امارت له دریځه ملاتړ کوي.

ژاو شینګ دغه راز په چين کې جوړېدونکې ټرانس همالیا د نړۍوالو همکاریو مجمعې کې مولوي عبدالکبیر ته د ګډون رسمي بلنه هم ورکړه.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې وایي، مولوی عبدالکبیر په دغه کتنه کې د سېمې په ثبات او پرمختګ کې د اسلامي امارت د فعال رول ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې سرپرست حکومت د یو مسوول حکومت په توګه پر خپلو ژمنو عمل کوي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبېح الله مجاهد طلوع نیوز ته وویل: « د چین سفیر څرګنده کړه چې هېواد یې په نړۍوالو ناستو کې د اسلامي امارت او د افغانستان خلکو له دریځه ملاتړ کوي او دغه راز همالیا کې په ترسره کېدونکې ناسته کې د افغانستان په ګډون ټینګار وشو.»

ځینې شنونکي بیا د کابل او بجینګ ترمنځ اړیکو د پراختیا لپاره له سلامي امارت سره د چینایي چارواکو لیده کاته مهم ګڼي او زیاتوي چې چین په نړۍ کې د یو پیاوړي هېواد په توګه کولای شي د افغانستان د اوسنیو ستونزو په حل کې بنسټیز رول ولري.

د نړۍوالو اړیکو شنونکي، محمد سنګر امیرزاده وویل: « په دې کې شک نشته چې چین یو پیاوړی هېواد دی او کولای شي ګټور تمام شي خو یوازې هیڅ کار هم نشي کولای، له دې امله باید له اسلامي امارت سره کار وشي او اسلامي امارت د یو بل پر منلو فکر وکړي او په نړۍواله کچه باید په خپله نوې تګلاره فکر وکړي.»

د سیاسي چارو شنونکي، معین ګل څمکني هم وویل: « د امنیت شورا په نوم شورا ده چې پنځه غړي لري، چین او روسیه یې هم غړیتوب لري، دغه شورا کې د چین رایه ښایي دویم ځای ولري، له دې امله چین ډېر اغېزناک ده.»

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال تېره ورځ کابل کې د جاپان له سفیر سره په لېدنه کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکلو، له نړۍ سره د اسلامي امارت د اړیکو او نورو مسایلو په تړاو خبرې اترې کړي او له نړۍ سره یې د اسلامي امارت پر مثبت تعامل ټینګار وکړ.

مولوی عبدالکبیر دغه کتنه کې ویلي، سرپرست حکومت د یو مسوول حکومت په توګه پر خپلو ژمنو عمل کوي

شریک یي کړئ