Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ضمیر کابلوف له هندي چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي

د هند بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي له هندي چارواکو سره د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړي دي. 

د خبرپاڼې لمخې، ضمیر کابلوف د دغه هېواد له چارواکو سره په کتنو کې د افغانانو هوساینې لپاره د پراختیايي مرستو په تړاو هم خبرې کړې دي.

د هند بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: « نن هند او روسیې په نوي ډیلي کې د افغانستان په اړه دوه اړخیزې خبرې وکړې، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د افغانستان، پاکستان او ایران په چارو کې د هند د بهرنیو چارو وزارت ګډ منشي جي پي سینګ د افغانستان پر اوسني وضعېت بحث وکړ او د افغانانو د هوساېنې لپاره یې د پرمختیايي مرستو د وړاندې کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.»

بل لور ته د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي، یوشیایونګ د افغانستان لپاره د ازبیکستان له ځانګړي استازي سره هم کتلي او ویلي یې دي چې دواړو لورو هوکړه وکړه څو د افغانستان د سولې او بیارغونې لپاره له یو بل سره همکاري وکړي.

اسلامي امارت دغه لېدنې کتنې د ښې سېمه ییزې همغږۍ د رامنځته کېدو څرګندونکې ګڼي او وایي، هېوادونه باید په افغانستان کې د پرمختګ او امنیت په پام کې نیولو سره له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبېح الله مجاهد په دې اړه طلوع‌نیوز ته وویل: « افغانستان له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي، هره ډیپلماټيکه برخه کې د هر اړخیزه باور غواړي، دا چې د سیمې هېوادونو کې د افغانستان په اړه مثبته نظریه شته دا د افغانستان د خلکو او سیمې په ګټه ده.»

د سیاسي چارو شنونکي، طارق فرهادي هم وویل: « د هند په څېر کم هېوادونه دي چې هم د امریکا او هم د روسیې دوست وي او هم یې په ملګرو ملتونو کې خبره اورېدل کیږي، نو دغه لیدنې دلته د دې لپاره دي چې د افغانستان په اړه د دوحې راتلونکې ناستې په اړه خبرې وکړي.»

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اتونبایوا هم ایران ته د سفر په لړ کې د یاد هېواد له چارواکو سره د افغانستان په تړاو بحث او خبرې کړې وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه