Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټولګډونه سیاسي چوکاټ پر جوړېدو د چین او پاکستان ټینګار

 پاکستان او چین په یوې ګډې اعلامیې کې د افغانستان د اقتصادي پراختیا په برخو کې ستونزو ته د رسېدنې او د یوه ټول ګډوني سیاسي چوکاټ جوړېدو لپاره د افغانستان هڅونې لپاره د نړۍوالې ټولنې د هڅو همغږي کېدو غوښتنه کړې ده.

دغه اعلامیه کې پر دې سربېره د افغانستان له لوري د منځلاري سیاست پر غوراوي، پر ښه ګاونډيتوب، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او له افغان خاورې د ترهګرو ډلو فعالیتونو پر مخنیوي هم ټينګار شوی دی.

اسلامي امارت تر دې مهاله دغې ګډې اعلامیې ته غبرګون نه دی ښودلی.

د سیاسي چارو شنونکي، عزیز معارج وویل: « د افغانستان په اړه د پاکستان او چین ترمنځ د اړیکو او همغږۍ د پیاوړتیا هوکړه ښه خبره ده، په دې شرط چې د افغانستان له خلکو او اوسني نظام سره هم همغږي وي.»

دواړو لورو دغه راز هوکړه کړې چې تلپاتې پراختیا ته د افغانستان د لاسرسي او په نړۍواله ټولنه کې د ادغام په برخه کې مثبت او رغنده رول ترسره کړي.

د نړۍوالو اړیکو شنونکي، نجیب الرحمن شمال هم وویل: « له افغانستان سره له سیاسي او اقتصادي اړخه د همکاریو او اړیکو دوام د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له لوري د ښه اقدام ښودلو ته چمتووالی دی، دا نه یوازې د اړیکو د پراختیا په برخه کې؛ بلکې افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره مهمه ده»

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني ادعا کړې وه چې هند په افغانستان کې له خپلو ډلو په ګټنې د پاکستاني طالبانو له تحریک سره مالي مرسته کوي، هغه ادعا چې تل د کابل له لوري رد شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه