غور، فاریاب، بدخشان، سرپل او جوزجان ولایتونو کې د وروښتونو له امله یو ځل بیا ویجاړوونکي سېلابونه راوتلي دي.
د لومړنیو مالوماتو لمخې، په دې سېلابونو کې سلګونه کورونه، زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او سلګونه څاروي تلف شوي دي.
تر دې مهاله د دغو سېلابونو له امله د ځاني زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
د فیروز کوه ښار اوسېدونکي، عبدالرحمان وویل: « له فیروز کوه ښاره تر کندوانو، شهر یمن کلیو او او له لویدیځه بیا تر هریرود سینده سلګونه کورونه او دکانونه ویجاړ شوي دي. دغه راز د خلکو څاروي تلف شوي دي. اوبه د خلکو کورونو ته ننوتي او تر دې مهاله د ځاني تلفاتو مالومات نشته.»
د فیروز کوه ښار یو بل اوسېدونکي، محمد صدیق هم وویل: « سېلابونه جریان لري او د ښار دننه د خلکو کورونو او دکانونو ته ورغلي دي، کورونه او څاروي یې لمنځه وړي دي.»
تېرو لسو ورځو کې دا درېیم ځل دی چې ویجاړوونکي سېلابونه د غور مرغاب ولسوالۍ کې راوتلي دي.
د وروستیو مالوماتو له مخې، دغو سېلابونو کې د مرغاب ولسوالۍ یو اوسېدونکی مړ شوی او لسګونه کورونه ویجاړ شوي دي.
د غور د مرغاب ولسوال، امان الله پیکار وویل: « دا دریم ځل دی چې سېلابونه راوتلي او خلک یې زیانمن کړي دي. بازار کې هر څه تر سېلابونو لاندې دي او موږ شاوخوا ۲۵ دکانونه یو لوړ ځای ته لېږدولي دي.»
د مرغاب ولسوالۍ اوسېدونکي، جمعه خان وویل: « سړکونه بند دي او دکانونه ویجاړ شوي دي. خلک د خپلو مالونو ایستلو په هڅه کې دي؛ خو هیڅ نشي کولای.»
زورو سیلابونو د بدخشان مرکز فیض اباد ښار، ارګو، راغستان، درایم او یاوان ولسوالیو کې هم پراخ زیانونه اړولي.
د بدخشان د سیمه ییزو مسوولینو د شمېرو پربنسټ په دغو سېلابونو کې پنځه سوه استوګنیز کورونه او لس زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او نږدې ۵۰۰ څاروي تلف شوي.
د بدخشان اوسېدونکي، عبدالذاکر وویل: « تر ۸۰ ډېر کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي خلک د اوسېدو لپاره ځای نلري او په میدان پاتې دي.»
د بدخشان یو بل اوسېدونکي، توریالي هم وویل: « ټول هرڅه مو چې لرل په دوو کورونو کې لمنځه تللي، همدومره مې وکولای شول چې کورنۍ مې وژغورم، نور هر څه سېلاب ویوړل.»
په فاریاب، جوزجان او سرپل ولایتونو کې هم زورو سېلابونو خلکو ته پراخ زیانونه اړولي دي.