روسیې او چین په یوې ګډې اعلامیې کې د افغانستان د ستونزو د حل په برخه کې د سیمې د هېوادونو نقش مهم بللی دی.
د روسیې او چین دغه ګډه اعلامیه چین ته د روسیي ولسمشر، ولادیمیر پوتین تر سفره وروسته خپره شوه.
د روسیې ټاس خبري اژانس ویلي: « دواړو لورو د افغانستان د سیاسي ستونزو د حل او فصل لپاره د سېمه ییز فعال او رغنده رول له هغې ډلې د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د تګلارو، د روسیې، چین، ایران او پاکستان څلور اړخیزې سېمه ییز ډلې او شانګهاي د همکاریو سازمان ته اشاره کړې او له هغو ملاتړ کوي.»
له دې سره هم مهاله افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف هم له ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، طالبان نه د روسیې دوښمنان او نه هم د دغه هېواد لومړی درجه دوستان دي.
ضمیر کابلوف که څه هم له کابل سره د مسکو اړیکې د پراختیا په حال کې ګڼي خو زیاتوي چې په دې برخه کې سیاسي محدودیتونه شته دي.
ټاس خبري اژانس لیکلي: « د کابلوف په خبره، د روسیې او طالبانو اړیکې د زیاتېدو په حال کې دي، خو ځانګړي سیاسي محدودیتونه شته، روسیې تر اوسه په رسمي توګه د کابل اوسنی رژیم په رسمېت نه دی پېژندلی، خو موږ په کابل کې د سفارت له لارې خپلې اړیکې ساتو، موږ د یو چارسمبالي او نظامي او سوداګریزو اتشو په کچه د طالبانو یو پلاوي ته اجازه ورکړې چې په روسېه کې فعالیت وکړي.»
د سیاسي چارو شنونکي، ادریس محمدي ځاځي وویل: « دواړه هېوادونه په سیاست او اقتصاد کې مهمه دي په ځانګړې توګه دې وروستیو کې اسلامي امارت له دواړو هېوادونو سره ښې سیاسي او ډیپلوماټیکې اړیکې لري، دوی کولای شي د اسلامي امارت په اړه یو واحد نظر ولري.»
د سیاسي چارو یو بل شنونکي، ذکي الله محمدي هم وویل: « د افغانستان په اوسني سیاست کې د بهرنیو هېوادونو چې د افغانستان په برخه کې لېواله دي، باید افغانستان ملي او بهرنۍ ګټي په پام کې ونیول شي.»
اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې د افغانستان په تړاو له هندي چارواکو سره د روسیې د ځانګړي استازي لېدنه د ښې سېمه ییزې همغږۍ د رامنځته کېدو څرګندونې ګڼلی او ویلي یې دي چې هېوادونه دې په افغانستان کې د پرمختګ او امنیت په پام کې نیولو سره له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.