Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کازان ناستې په څنډه کې د افغانستان او روسیې اړیکو پر پراختیا ټینګار

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د کازان غونډې په څنډه کې د ماردوفیا له ولسمشر او همداراز د روسیې او تاتارستان له لوړ پوړو چارواکو سره کتلي دي.

د دغه وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد وایي، دغه کتنه کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ بیلانس، د افغانستان د سوداګریزو توکو لپاره د ترجیحي تعرفې، د افغانستان پر کانونو او اوبه ییزو بندونو د روسیې د پانګونو او د شمال- سوېل په نړۍوال ټرانسپورټي دهلېز کې د افغانستان د ونډې په تړاو خبرې شوې دي.

اخندزاده عبدالسلام جواد زیاته کړه نورالدین عزیزي روسیې سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ، د دغه هېواد د وسپنې پټلۍ له لارې د توکو لېږد د لګښت کمولو، پر لومړنیو توکو د صادراتي مالیې لمنځه وړلو، استراخان او ماخاچکالا بندرونو ته د پلاویو سفرونو د جوړولو او په مسکو کې د افغانستان د تولیداتو د سوداګریز نندارتون پر جوړیدو بحث کړی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وویل: « دغه کتنه کې د روسیې فدراتیف د مارادوفیا ولسمشر ویلي، هېواد یې چمتو دی څو افغانستان سره د لرګي صنعت، کرنې او ودانیزو توکو په برخه کې مرسته وکړي.»

بل لور ته د صنایعو او کانونو خونه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست په مشرۍ اسلامي امارت د پلاوي سفر له روسیې او منځنۍ اسیا هېوادونو سره د افغانستان د اقتصادي او سیاسي اړیکو په پراختیا کې یو ستر ګام ګڼي.

د صنایعو او کانونو خونې لومړي مرستیال، سخي احمد پیمان وویل: « د منځنۍ اسیا هېوادونو او نورو ګاونډیو هېوادونو دغه اقتصادي او ټرانزیټي اړیکې چې هرڅومره پراخه کیږي د افغانستان د اقتصادي پراختیا لامل کیږي.»

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان د هېواد په اقتصادي وده او پراختیا کې د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګریزې او ټرانزیټي هوکړې مهمې ګڼي او په هېواد کې د کاري زمېنې د رامنځته کېدو لپاره د پانګونې جلبول اغېزمن ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکي، محمد نبي افغان وویل: « خدای مهربانه دی چې د دې سفر څخه ښه پایله ترلاسه کړي چې په اساس یې دوی راشي او په افغانستان کې پانګونه وکړي او په کومو سکټورونو کې چې دوی اوس مهال پانګونه کوي د ګټو په اساس یې ده او که د کانونو او سړکونو په څېر په زیربناوو کې پانګونه وکړي نو زموږ اقتصاد به پرمختګ وکړي»

د چین د سوداګرۍ وزارت یو رسمي پلاوي د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره په لېدنه کې د روانې میاشتې په ۲۴مه نېټه په چین کې د یو ستر نندارتون له جوړیدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په دغه نندارتون کې د افغانانو د ګډون او افغاني تولیداتو د نندارې ته کېښودولو لپاره به ښې اسانتیاوې برابرې کړي.

د صنایعو او کانونو خونه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست په مشرۍ اسلامي امارت د پلاوي سفر له روسیې او منځنۍ اسیا هېوادونو سره د افغانستان د اقتصادي او سیاسي اړیکو په پراختیا کې یو ستر ګام ګڼي

شریک یي کړئ