کورنیو چارو وزارت وايي چې بامیان کې د تېرې ورځې (جمعې) برید د قربانیانو شمېر شپږو تنو ته لوړ شو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي چې، د دغه برید په تړاو تراوسه ۷ تنه نیول شوي او په دې هکله ترې څېړنې روانې دي.
ښاغلي قانع وویل:«ناپېژانده وسلهوالو کسانو د بامیان ښار په مرکز کې پر عامو خلکو ډزې کړي چې له بده مرغه په دغې پېښه کې درې تنه هېوادوال او درې ته بهرني ګرځندویان وژل شوي او همدارنګه درې هېوادوال او څلور بهرني ګرځندویان ټپيان شوي. کورنیو چارو وزارت د دغه جنایت کارانه کړنې له غندلو سره، ډاډ ورکوي چې دغه پېښه به په جدیت او په هر اړخیزه توګه وڅېړي او عاملان یې په کوته او د قانون منګولو ته به یې وسپاري.»
له دې سره هممهاله د قربانیانو خپلوان له سیمهییزو مسوولانو غواړي چې د دغې پېښې عاملان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
د بامیان اوسېدونکی عبدالرزاق وايي:«ورور مې دلته د بوټونو هټۍ لرله. دلته ولاړ و چې پېښه رامنځته شوه چې له بده مرغه په پښه ټپي شوی او زموږ یو بل د کورنۍ غړی دلته شهید شو.»
بامیان کې ټولنیز فعال عبدالعلي شفق هم څرګندوي:«له اسلامي امارته زموږ تمه دا ده چې دا ډول پېښې باید تکرار نهشي او هغوی د بهرنیو وګړو او هېوادوالو د امنیت د تامین په برخه کې هڅې وکړي.»
دا وسله وال برید د جمعې ورځ په مازیګر ۵ بجې او ۵۰ دقیقو د بامیان بازار په پورتنۍ برخه کې شوی او تر اوسه هېڅ کوم کس یا ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نهدی اخیستی.
د سیمهییزو مسوولانو په خبره دوه بهرنۍ سیلانۍ میرمنې هم په ټپیانو کې شاملې دي.