پکتيا کې پر ډيورنډ فرضي کرښه له څلور ورځنۍ نښتې وروسته د دواړو لورو د قومونو په منځګړيتوب يوې قومي جرګې د اوربند پرېکړه کړې او جګړه پای ته رسېدلې ده.
دغې جرګې له څلور ورځنۍ نښتې وروسته د اوربند او د سوداګرۍ پر مخ د لارې خلاصون سربېره د يوې کمېټې پر جولو هم هوکړه کړې ده.
قومي مشر او د ګډې جرګې غړی محمد انور صديقي طلوعنیوز ته وايي:«اسلامي امارت او د پاکستان مسوولانو ترمنځ په ګډه یو مجلس ترسره شو او بیا قومونو ځانته مجلس وکړ او حکومتي نظامیانو ځانته مجلس وکړ چې بالاخره پایله یې بیا شریکه شوه. څو خبرې مطرحه شوې لومړی اوربند، دویم لار به خلاصېږي.»
قومي مشر او د ګډې جرګې غړی ولي محمد هم څرګندوي:«د حکومتونو او قومونو ترمنځ دا هوکړه وشوه چې موږ به بیا نه جګړه کوو او نه به د جګړې موقع برابروو. انشاالله دا به له میدان ځاځیو تر اریوب ځاځیو، څومره چې فرضي کرښه ده، په دې به امن وي او پرې دې به موږ کېنو، ناستې او جرګې به کوو.»
د جرګې غړي وايي يوه اوونۍ وروسته به پر ډيورنډ فرضي کرښه د دواړو غاړو له قومي مشرانو يوه ۴۰ کسيزه کمېټه جوړه شي چې پر فرضي کرښه راولاړېدونکې ستونزې هوارې کړي.
قومي جرګې له دواړو لورو غوښتي چې د جګړې پر مهال د ولسي وګړو خونديتوب ته پام وکړي.
قومي مشر او د جرګې غړی خيال محمد څمکنی وايي:«د دوی ترمنځ خپلې خبرې وشوې، د دولتو ترمنځ، موږ د دواړو غاړو قومونو په یوه خوله او په یوه غږ دا غوښتنه وکړه، تاسې موږ ته واضح کړئ چې دا جنګ په څه شي وشو او دا تاوانونه یې چې چا ته ورسېدل، په دې کې ګرم څوک وو؟ موږ خپل تاوانونه له چا وغواړو؟ موږ د ځانونو لپاره صرف امن وغوښت.»
قومي مشر او د ګډې جرګې بل غړي مدير خان هم وویل:«موږ د دواړو لورو پښتنو دا ژمنه وکړه چې موږ جنګ نهغواړو، موږ امن غواړو. او دواړو دولتونو ته مو هم ویلي، چې کومه خبره او کیسه چې رامنځته کږي هغه به موږ د کمېټې او د جرګو له لارې حلوو.»
د يادونې ده چې د تېرې اوونۍ له دوشنبې راهيسې د پکتيا اريوب ځاځيو او ډنډ پټان ولسوالیو کې د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني لوري تر منځ نښتو څلور ورځې دوام وکړ، له پاکستاني لوري راغلو توغنديو د پنځو ملکي وګړو ژوند واخیست او پنځه تنه نور ټپيان شول او پراخ مالي زيانونه يې واړول.
په دې اړه مو اندونه