Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سهیل شاهین: ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ دې ا.ا ته وسپارل شي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د رایې د حق د ځنډول کېدو په تړاو د راپورونو له خپرېدو وروسته، په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین له ملګرو ملتونو غواړي چې په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ سرپرست حکومت ته وسپاري.

د ښاغلي شاهین په وینا، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د رایې د حق په تړاو د رامنځته شوې ستونزې لامل دا دی چې دغه څوکۍ اسلامي امارت ته نه‌ده سپارل شوې.
          
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس طلوع‌نیوز ته وویل:«د دغې ستونزې اصلي دلیل دا ده چې په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان په څوکۍ کې داسې څوک دی چې هغه نه د افغانستان د خلو استازی دی او نه هم د اوسني حکومت. اړتیا ده چې د ملګرو ملتونو سازمان د واقعیتونو په پام کې نیولو سره، په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان څوکۍ د اسلامي امارت حکومت ته وسپاري.»

بل پلو، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وایي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د رایې ورکولو د حق ځنډېدل یوه تخنیکي ستونزه ده، نه سیاسي.

اخوا، یو شمېر ډیپلوماتیکې سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې افغانستان په تېرو څلورو کلونو کې د ملګرو ملتونو د غړیتوب د فیس د نه‌ورکولو له امله څه باندې ۸۰۰ زره ډالره پوروړی دی، چې له امله یې د رایې ورکولو حق یې ځنډول شوی دی.

د سیاسي چارو شنونکی سمیع‌الله احمدزی طلوع‌نیوز ته وايي:«یوازې د رایې غړیتوب اخیستل شوی چې دا له حقوقي پلوه سیمه معامله نه‌ده او دا د افغانستان لپاره یوه ننګوونکې موضوع ده.»

د نړۍوالو اړیکو شنونکی محمد سنګر امیرزاده څرګندوي:«د دې سربېره چې موږ په افغانستان کې له یو بل سره اختلاف لرو او له ستونزو سره مخ یو؛ خو په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د څوکۍ لرل یوه اړینه مسئله ده، یوه ملي وجیبه ده چې باید وساتل شي.»

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان لخوا د رايې ورکولو د حق ځنډېدل په داسې حال کې مطرح کېږي چې په تېرو درېيو کلونو کې په ملګرو ملتونو کې د هېواد څوکۍ يوه جنجالي مسئله ګرځېدلې ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د غړیتوب فیس هر کال «نږدې ۲۰۰ زره ډالره» دی، چې تر دې وړاندې د تېر حکومت د بهرنیو چارو وزارت لخوا ورکول کېده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وایي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د رایې ورکولو د حق ځنډېدل یوه تخنیکي ستونزه ده، نه سیاسي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه