Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بامیان کې پر ګرځندویانو برید کورني او بهرني غبرګونونه راپارولي

په بامیان کې پر ولسي وګړو او بهرنیو ګرځندویانو د ناپېژاندو وسله والو له خوا د تېرې ورځې (جمعې) برید له کورنیو او بهرنيو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي او د تېر حکومت د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله دغه برید د نړۍوالو قوانینو خلاف بللی او غندلی یې دی.

له دې سره هم‌مهاله، د هسپانیې ولسمشر هم په افغانستان کې د دغه هېواد د وګړو پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او زیانمنو شویو ته یې د رسېدنې او د دې پېښې د څېړلو لپاره د هڅو خبر ورکړی دی.  

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي لیکلي:«په بامیان کې وسله‌وال برید چې په پایله کې یې درېیو هسپانوي وګړو او زموږ یوه هېوادوال خپل ژوند له لاسه ورکړ او یو شمېر بهرني سیلانیان او ملکي وګړي ټپیان شول، یوه ترهګریزه پېښه ګڼم او غندم یې.»
 
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم لیکلي:«د نړۍوالو قوانینو او د افغانانو د منل شویو دودونو له مخې، د بهرنیو سیلانیانو او ملکي وګړو په نښه کول د غندنې وړ دي.»

بلخوا، په کابل کې د یوناما دفتر، د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ او په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر، اروپا ټولنې، د جاپان سفارت او د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم دغه برید ناځوامردانه بللی او غندلی یې دی.

په کابل کې د یوناما دفتر پر خپله اېکس پاڼه لیکلي:«په بامیان کې پر ملکي وګړو او سیلانیانو «د مرګوني ترهګریز برید» له امله موږ «شوکه» شوي یو.»

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ هم د دغه برید په هکله داسې غبرګون ښودلی:«د امریکا متحده ایالتونه په بامیان کې پر هغو ډزو چې له امله یې ملکي افغانان او بهرني وګړي وژل شوي او ټپیان شوي، په ژوره توګه خواشینې ده.»

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني هم ویلي:«د افغانستان په بامیان ولایت کې د بهرنیو سیلانیانو او عامو وګړو پر وړاندې ترهګریز اقدام غندو.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی معین سعدالدین سعید طلوع‌نیوز ته وایي چې په بامیان کې وژل شوي بهرنیان هسپانیویان دي.

ښاغلی سعید زیاتوي:«دا د بهرنیو ګرځندویانو یوه ۱۳ کسیزه ډله وه چې له دې ډلې ۸ تنه یې هسپانویان وو او د افغانانو په ګډون د نورو هېوادونو وګړي هم په کې شامل وو. یوه افغاني شرکت هغوی په ګروپي بڼه راوستي وو.»

د نظامي چارو شنونکی کامران امان وايي:«دا برید قصداً شوی څو نړۍ ته ثابته کړي چې افغانستان یو بې‌ثباته هېواد دی او دا ثابته کړي چې په افغانستان کې د بهرنیو سیلانیانو ژوند له خطر سره مخ‌ دی.»

د نظامي چارو شنونکی زلمی افغانیار هم طلوع‌نیوز ته څرګندوي:«د دغه برید موخه دا ده چې د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ واټن رامنځته کړي او له افغانستانه نړۍ ته د وحشت انځور وړاندې کړي.»

د جمعې د ورځې په وسله‌وال بريد کې د درېیو هسپانویانو او درېیو ملکي وګړو په ګډون شپږ تنه ووژل شوي او د درېيو هېوادوالو او څلورو بهرنيو وګړو په ګډون اووه تنه ټپيان شوي دي.
 
په کابل کې د یوناما دفتر، د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ او په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر، اروپا ټولنې، د جاپان سفارت او د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم دغه برید ناځوامردانه بللی او غندلی یې دی.

شریک یي کړئ