اسلامي امارت یوځل بیا په هېواد کې د کوکنارو په کښت او د نشهيي توکو په تولید کې د ۹۷ سلنې له کموالي خبر ورکړی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې په هېواد کې د نشهيي توکو د کښت او تولید په هکله د اسلامي امارت د مشر له فرمان وروسته په جدي توکه مخنیوی شوی دی.
ښاغلی مجاهد ډاډ ورکوي چې له افغانستانه به نورو هېوادونو ته نشهيي توکي قاچاق نهشي او هېوادونه باید اندېښنه ونهلري.
د اسلامي امارت ویاند زیاتوي:«موږ په دې باور یو چې د نشهيي توکو پر وړاندې اغېزناکه مبارزه شوې ده. اوس کهچېرې په کوم ځای کې له یوه تر درې سلنې کښت پاتې دی، د بېلګې په توګه په هغو ځایونو کې چې خلکو چهاردېوالي جوړه کړې، په بڼونو کې او یا هم په لېرې غرنیو سیمو کې.»
بل خوا د پوځي چارو یو شمېر شنونکی په افغانستان کې د نشهیي توکو د کر کېلې د مخنیوي هرکلی کوي او وايي چې اسلامي امارت باید په هېواد کې دننه هم د نشهیي توکو د پلور مخه ونیسي.
د نظامي چارو شنونکی محمد متین محمدخېل طلوعنیوز ته وايي:«د نشهيي توکو تولید دلته [په افغانستان کې] منع دی او دا موضوع هم کره ده چې د کوکنارو کښت صفر ته رسېدلی او ملګرو ملتونو هم دا مسئله مطرح کړې ده.»
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت رهبر په یوه فرمان کې په ټول هېواد کې د کوکنارو کرکېله او د مخدره توکو تولید منعه اعلان کړی دی؛ خو لا هم ځينې هېوادونه او بېلابېل سازمانونه له افغانستانه د نشهيي توکو پر قاچاق اندېښنه څرګندوي.