Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

برادر: د بغلان د سېلاب ناورین ستر دی او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو له استازو سره په کتنه کې د بغلان د سېلابونو ناورین ستر بللی دی.

د اقتصادي معاونت د خبرپاڼې پر بنسټ، ملا عبدالغني برادر په دغې کتنه کې د ملګرو ملتونو له استازو غوښتي چې له اسلامي امارت سره په همغږۍ، د بغلان له سېلاب‌ځپلو سره د بشرپاله مرستو سربېره، په پرمختیايي برخو کې هم خپلې مرستې زیاتې کړي.

ښاغلي غني همدارنګه ویلي چې په بغلان کې د دغو سېلابونو له امله د استوګنې د کورونو پر ورانېدو سربېره، ۱۹ کلېنیکونه، ۱۹ ښوونځي، ۱۱۵پلچکونه، لسګونه لوی او واړه کانالونه او دغه راز ۶۰ کیلومټره سړک ویجاړ شوی او بیارغونې ته اړتیا لري.

ورته مهال، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هم د هېواد د بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې توګه د بغلان د سېلاب‌ځپلو ستونزو ته پر رسېدو ټينګار کړی دی.
 
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا تکل وویل:«په ځانګړې توګه د بغلان ولایت اوسېدونکو تر نورو سیمو او هېوادوالو ډېر زیان ولید چې، مرستې، لاسنیوي او رسېدنې ته یې اسلامي امارت د خپلو ټولو شته امکاناتو له مخې جدي کړنې او چټکې پیل کړي دي.»

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبدالطیف نظري هم وايي:«په دغې کتنه کې له بشرپاله څخه پرمختیايي ته د پروژو پر اړول کېدو خبرې شوي او همدارنګه د دې په هکله چې پروژې باید په لېرې پرتو او لږ انکشاف موندلو سیمو کې اجرا شي.»

بل خوا د قطر، ترکیې او روسیې په ګډون د نړۍ ځينو هېوادونو او کورنیو او بهرنیو مرستندویه موسسو د دغه ولایت له سېلاب‌ځپلو سره مرستې کړې دي.

قطر څه باندې ۱۲۶ ټنه مرسته چې خیمې، کمپلې خوراکي توکي او دوه امبولانسه په‌کې شامل دي، ترکیې ۱۲۷ ټنه مرسته چې درمل خوراکي توکي په‌کې شامل دي او ۶۰۰ ټنه نوره مرسته چې د څو هېوادونو له لوري شوې، تر راتلونکو څو ورځو به هرات ته را ورسېږي او روسیې ۲۱ ټنه خوراکي توکي مرسته کړې ده.
 
د اقتصادي چارو شنونکی میر شکیب میر په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«اړتیا ده چې نړۍواله ټولنه دغو کورنیو ته د مرستو رسولو مسئله او د هغوی لپاره د سرپناه جوړول په خپل کاري اجنډا کې ولري.»
 
 په همدې توګه د یو شمېر هغو افغانانو په ګدون چې په ترکیه کې ژوند کوي، د بېلابېلو ولایتونو ځینو اوسېدونکو د بغلان له سېلاب‌ځپلو سره د مرستې په موخه د مرستې راټولولو کمپاین پیل کړی دی.

د نیمروز اوسېدونکی محمد داوود وویل:«د خپل وس او توان په اندازه مو مرسته وکړه او له ګرانو دوستانو هم هیله کوم چې نغدي مرسته وکړي؛ ځکه زموږ هېوادوال واقعاً مرستو ته اړتیا لري.»

 د يو شمېر نړۍوالو بنسټونو د وروستيو شمېرو پرله مخې، د بغلان په څو ولسواليو کې د وروستيو سېلابونو له امله نږدې دوه سوه کسان مړه او تر ۲۴۰ ډېرکسان ژوبل شوي او د استوګنې زرګونه کورونه وران شوي او سلګونه جريبه ځمکه هم تخریبه شوې ده.

شریک یي کړئ