Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې وروستو سېلابونو ته کورني او بهرني غبرګونونه

د هېواد وروستي سېلابونه له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د غور او فارياب په ګډون د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې وروستيو سېلابونو چې د دغو ولايتونو خلکو ته يې ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي، په کور دننه او بهر غبرګونه راپورلې دي.

د غبرګونو په لړ کې د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي، په تېر حکومت کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د قربانیانو له کورنیو سره  خواخواږۍ په ښودلو سره په ملګرو ملتونو پورې د اړوند بنسټونو په ګډون له مرستندیو بنسټونو د مرستې غوښتنه کړې ده.

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي:«له ټولو هېوادوالو، له ملي او نړۍوالو مرستندویه بنسټونو چې د وروستي سېل له زیانمنو سره یې مرسته کړې، مننه کوم او هیله لرم چې د له سېلاب‌ځپلو کورنیو خپلې مرستې ونه‌سپموي.»

د تېر حکومت د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم څرګنده کړې:«موږ له کورنیو او بهرنیو مرستندویه موسسو تمه لرو چې ژر تر ژره د سېلاب‌ځپلو د ژغورنې او له زیانمنو سره د مرستې په برخه کې ګام پورته کړي.»

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم ویلي:«ورانوونکي سېلاب د افغانستان غور ولایت ځپلی دی. زموږ دعاګانې له زیانمنو شویو کورنیو او قربانیانو سره دي. موږ له ملګرو ملتونو، شریکانو او نړۍوالې ټولنې غواړو چې اړمنو ته مرستې ورسوي.»

له دې سره هم‌مهاله، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ او په افغانستان کې د یوناما دفتر مرستیال اندریکا راټواټه د پېښې د زیانمنو شویو پر ستونزو غور اړین ګڼي.

ښاغلی راټواټه وايي، که څه هم  د شین کوریزو ګازو په خپرولو کې د افغانانو ونډه تقریباً صفر ده، خو بیا هم افغانستان د اقلیمي بدلون له ورانوونکو اغېزو سره مخ دی.

رېچارډ بنېټ ویلي:«د لټون او ژغورنې له عملیاتو هاخوا، د ژوند او معیشت د بېرته راګرځولو لپاره دوامداره ملاتړ ته اړتیا ده. زه له بسپنه ورکوونکو غوښتنه کوم چې د بشري ملاتړ لپاره نورې مرستې برابرې کړي.»

په افغانستان کې د یوناما دفتر مرستیال انډریکاراټواټه هم څرګندوي:«اقلیمي ناورین پر افغانانو هم اغېز کوي چې د شین کوریزو ګازو په خپرېدو کې یې ونډه صفر ده؛ خو له ورانوونکو اغېزو سره یي مخ دي. په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو د زیاتولو لپاره له ځنډ پرته ملاتړ ته اړتیا ده؛ ځکه چې سېلابونه تر ډېره زیانمېدونکو ټولنو ته زیان رسوي.»

خو له طبیعي پېښو او سېلابونو د هېوادوالو د زیانمنتیا د کمولو لپاره باید څه وشي؟

د پوهنتون استاد ناصر شفیق په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«دولت په دې هکله د ډله‌ییزو معلوماتو له لارې اړینې لارښونې په لاره واچوي او په راتلونکي کې د مخنیوي لپاره هغو کسانو چې خپل کورونه یې د سېل په لار کې جوړ کړي، باید تش کړي.»

د چاپېریال ساتې کارپوه سیدقیوم هاشمي وايي؛«خلک باید د سنیدونو پر څنډو او هغو ځایونو کې چې ورته پېښې رامنځته کېږي، د ښارونو له جوړولو ډډه وکړي او په هغو ځایونو کې چې له دې مخکې سېل په کې راغلی باید هغه پر وړاندې احتیاط وکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې اوس اوس د هوا پېژندنې ادارې د تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، کاپيسا، پروان، ميدان وردګ، باميان، سمنګان په ګډون د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې له طوفان او سېلابونو سره د ملو بارانونو د ورېدو اټکل کړی دی. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه