د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي او ملګري یې پرون (یکشنبې) په ختیځ اذربایجان ولایت کې د چورلکې د لوېدو له امله ووژل شو.
په دې پېښه کې په وژل شویو کسانو کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان، د تبریز ښار امام ایتالله آل هاشم، د ختیځ اذربایجان ولایت والي ملک رحمتي او د ولسمشر د ساتنې د څانګې مشر سید مهدي موسوي شامل دي.
له دې پېښې وروسته په ایران کې پنځه ورځنی ماتم اعلان شوی دی.
دغه پېښه له هغې وروسته رامنځته شوه چې د ایران ولسمشر خیتځ اذربایجان ته د سفر په لړ کې د اذربایجان له ولسمشر الهام علياف سره وکتل او د قیز قلعه سي پروژه چې د دواړو هېوادونو په همکارۍ پر ارس سیند جوړه شوې پرانیسته. د دغې پروژې له پرانیستې وروسته د ایران د ولسمشر او مله پلاوي لېږدونکې چورلکه پر سیمهییز وخت د ماسپښین په یوه بجه، له اذربایجان څخه تبریز ښار ته روانه شوه او د بېرته ستنېدو پر مهال د هوا د خرابوالي له امله نسکوره شوه.
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د دغې پېښې په هکله وویل:«د بېرته ستنېدو په لار کې ولسمشر او د هغه ملګري له څو چورلکو سره د بېرته راستنېدو په حال کې وو. یوه چورلکه د هوا د خرابوالي او د غبار له امله اړه شوه چې په سیمه کې بیړنۍ ناسته وکړي.»
د ابراهیم رییسي لېږدونکې چورلکه چې بېل ۲۱۲ نومېږي یوه امریکایي چورلکه ده؛ هغه چورلکه چې بېل شرکت ډیزاین کړې او لومړنۍ هغې یې په ۱۹۶۸ زیږدیز کال کې الوت وکړ.
د ایران د ولسمشر اجرايي مرستیال محسن منصوري ویلي:«زه د سید الشهدا حضرت ایتالله رییسي او د هغه د ملګرو د ضایع کېدو له امله د رهبرۍ مقام ته ډاډګیرنه وړاندې کوم.»
یو ایرانی وګړی هم وايي:«دا یو خواشینونکی خبر دی، نه یوازې زما لپاره بلکې د دې هېواد د ډېرو خلکو لپاره، بالاخره هغه د خلکو منتخب ولسمشر دی.»
بل ایرانی وګړی هم څرګندوي:«پرون چې دا پېښه وشوه او نن سهار دا خبر تایید شو، واقعا احساس مې کاوه چې مهم ملاتړ او قوت مو له لاسه ورکړ.»
تر پېښې وروسته، مرستندوی ځواکونه چمتو شول او د پېښې سیمې ته یې حرکت وکړ؛ خو سخت باران او دوګ د ژغورنې د عملیاتو مانع شول. په پای کې له پېښې ۱۷ ساعته وروسته، مرستندویان وتوانېدل چې د ترکۍ بې پیلوټې الوتکې په مرسته د پېښې ځای مشخص کړي.
د ایران مذهبي رهبر ایتالله علي خامنهيي ویلي:«د ایران دولت د پلاوي په پرېکړه د رییسي لومړی مرستیال محمد مخبر د ایران د حکومت د سرپرست او د حسین امیر عبداللهیان پر ځای، علي باقري د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوي دي.»
ورته مهال، د ابراهیم رییسي او د بهرنیو چارو وزیر مړینه به د سیمې هېوادونو پر وړاندې د ایران پر سیاست څه اغېزه ولري؟
د سیاسي چارو شنونکی محمد اېمل دوستیار وايي:«ایران یو سیسټماټیک هېواد دی او دا مسئله به د ایران پر سیسټم هېڅ اغېزه ونهکړي. د ایران د اساسي قانون پر مطابق به ډېر ژر بل کس د هغه دنده مخته یوسي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی سید اکبر سیال هم څرګندوي:«د ایران لپاره یوه تشه ده. ښايي د بهرني سیاست، له هېوادونو سره د اړیکو، په اقتصادي او یا هم د بهرني سیاست په برخه کې او د ولسمشر په ټاکلو کې یو اندازه منفي اغېزې ولري.»
ټاکل شوې د ابراهیم رییسی او هغه د ملګرو د جنازې مراسم سبا په تبریز ښار کې ترسره شي.
په دې اړه مو اندونه