Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا: په دغه غم کې د ایران له حکومت او خلکو سره شریک یو

د اسلامي امارت رییس‌الوزرا د ایران د ولسمشر د وژنې ابراهیم رییسي په غبرګون کې ویلي چې افغانستان د ایران د خلکو او دولت ترڅنګ ولاړ دی.

د ځينو هېوادونو مشرانو له هغې دلې د هند، پاکستان، ترکیې او روسیې مشرانو د خواخوږۍ له پیغامونو سره د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي او د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په ګډون د اوو تنو مړینه ټکان ورکوونکې بللې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي:«د افغانستان اسلامي امارت او ټول افغانان د دغې غمجنې پېښې له امله غمجن او خواشیني دي. موږ د ایران له اسلامي جمهوریت او د دغه هېواد له خلکو سره په دغه غم کې ځان شریک بولو او د ټولو قربانیانو کورنۍ، د ایران ملت او حکومت ته د ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوو.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ایران له سفیر او ځانګړي استازي سره په کتنه کې له افغانستان سره د سیمه‌ییزو همکاریو په پراختیا کې د ایران د ولسمشر او د بهرنیو چارو د وزیر رول مهم بللی دی.

ورته مهال، د ایران د ولسمشر د مړینې په غبرګون کې د ایران له خلکو سره د خواخوږي په پار پاکستان او عراق یو ورځنی او سوریې او لبنان درې ورځنی عمومي ویر اعلان کړی دی.

د هند لومړي وزیر پر خپله اېکس پاڼه د هند او ایران ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا کې د ابراهیم رییسي د رول خبره کړې ده. د روسیې ولسمشر هم هغه د یوه داسې وتلي سیاستوال په توګه یاد کړی چې په وینا یې له ایرانه بهر یې لوړ اقتدار درلود.
      
د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر په دې هکله وايي:«موږ له ایران سره کلتوري، ژبني او ښې اړیکې لرو؛ نو له دې امله د ایران له خلکو سره په دغه ناورین کې یوځای یو.»

د نړۍوالو اړیکو شنونکی طارف فرهادي هم طلوع‌نیوز ته څرګندوي:«د سیمې هېوادونه افغانستان د هغې پېښې په هکله چې رامنځته شوې، څرګند کړي او هیله ده چې په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو اړیکې د ایران په راتلونکي حکومت کې هم په ښه توګه مخته ولاړې شي.»

د ایران د ولسمشر د سپرلۍ چورلکه هغه مهال له دغې پېښې سره مخ شوه چې، هغه او مل پلاوی یې د اذربایجان له ولسمشر سره تر کتنې وروسته ایران ته د ستنېدو په حال کې وو.

د هند، پاکستان، ترکیې او روسیې مشرانو د خواخوږۍ له پیغامونو سره د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي او د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په ګډون د اوو تنو مړینه ټکان ورکوونکې بللې ده.

شریک یي کړئ