د ترکیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په اسلاماباد کې د افغانستان د امنیت او ټيکاو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير هاکان فیدان چې پاکستان ته تللی له خپل پاکستاني سيال سره د سيمهييزو مسايلو تر څنګ په افغانستان کې د سولې او ټيکاو، سرحدي مسایلو او ترهګرۍ په تړاو هم خبرې کړې دي.
هاکان فیدان په یوې ګډې خبري غونډه کې وویل:«زموږ ګډه غوښتنه دا ده چې زموږ وروڼه او خویندې په افغانستان کې تلپاتې سوله او امنیت تجربه کړي. موږ په خپله کتنه کې دا فرصت درلود چې د دا ډول سولې او امنیت پر پیاوړتیا خبرې وکړو.»
د ترکیې د دغه جګپوړي ډيپلومات په وينا، هغه څه چې په افغانستان کې روان دي د پاکستان پر حالاتو مستقيم اغېز لري.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه:«لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، پاکستان له افغانستان سره اوږده پوله لري او هره پېښه چې په افغانستان کې پېښېږي پر پاکستان هم اغېز کوي. له همدې امله موږ پر دې موضوع هم خبرې وکړې.»
بلخوا، اسلامي امارت د افغانستان د اوسني وضعیت په تړاو د ترکيې رول مهم ګڼي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي:«موږ دې ته اهمیت ورکوو چې ښې اړیکې او ښه تماس ولرو او دمګړۍ هم په سوداګریزې، اقتصادي او سیاسي برخو کې ښې اړیکې لرو.»
د پوهنتون استاد ذکيالله محمدي هم په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«ګورو چې اسلامي امارت هڅه کوي او د مبارزې په حال کې دی، باید دغه مبارزه زیاته کړي او خپل استخباراتي معلومات نور هم زیات کړي او دغو ډلو ته اجازه ورنهکړي چې افغانستان یوځل بیا د خپلو موخو قرباني کړي.»
پر هېواد د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو په څه کمو درېیو کلونو کې ترکیه سرپرست حکومت ته کابو یو نږدې هېواد ګڼل کېږي، که څه هم کابل او انقرې کوربه هېوادونو ته خپل رسمي سفیران معرفي کړي؛ خو اسلامي امارت د دغه هېواد لخوا په رسمیت نهدی پېژندل شوی.
په دې اړه مو اندونه