Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي همکاریو سازمان: د بامیان د پېښې عاملانو ته دې سزا ورکړل شي

بامیان کې پر بهرنیو ګرځندویانو برید ته د غبرګونو په دوام، د اسلامي هېوادونو همکاریو سازمان ویلي چې د دغه برید عاملان باید مجازات شي.

د اسلامي همکاریو سازمان د دغه برید له غندو سره ویلي:«د دغه برید عاملین باید هر څه ژر عدالت ته وسپارل شي او د دا ډول بې منطقه بریدونو تر شا پلانونکو او واقعي انګیزو معلومولو لپاره اړینې څېړنې وشي. د اسلامي همکاریو سازمان په کابل کې له اوسنیو چارواکو غواړي چې په افغانستان کې د هر ډول ترهګریز ګواښ له‌منځه وړلو لپاره هڅې وکړي.»

ورته مهال د روسيې د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیه کې پر بهرنیو سېلانیانو برید په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له خپلو وګړو يې غوښتي چې افغانستان ته سفر ونه کړي.

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي:«د افغانستان په اوسني خراب امنیتي وضعیت کې د روسيې د بهرنیو چارو وزارت په جدي توګه سپارښتنه کوي چې روسي وګړي دې افغانستان ته د خپلو شخصي موخو او سیاحتي سفرونو څخه دې ډډه وکړي.»

بل خوا د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي چې، د دې پېښې په اړه څېړنې روانې دي او بهرنیو سیلانیانو ته ډاډ ورکوي چې، په افغانستان کې د دوی امنیت تامین دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي:«په بامیان کې پر ګرځندویانو د برید په هکله څېړنې روانې دي؛ تراوسه پای ته نه‌دي رسېدلي؛ خو ډاډه یم چې څېړنې وروستۍ کېږي او مجرمان به په سزا ورسېږي.»

د پوځي چارو شنونکی صادق شینواری وايي:«که‌چېرې په افغانستان کې پر ګرځندویانو دا ډول بریدونه تکرار شي، د افغانستان او د نړۍ د هېوادونو پر ډپيلوماټيکو اړیکو به منفي اغېزې وکړي. امنیتي بنسټونه باید د دغو بریدونو مخه ونیسي.»

د سیاسي چارو شنونکی سید اکبر اغا هم داسې لیدلوری لري:«د اسلامي امارت مخالفان نه‌غواړي چې په افغانستان د نړۍ په کچه امنیت تامین شي او هڅه کوي چې افغانستان نړۍ ته بې ثباته ثابت کړي.»

په بامیان کې د تېرې جمعې په ورځ بهرني سیلانیان او ملکي وګړي د برید موخه وګرځېدل چې، له امله يې د ۳ بهرنيو وګړو په ګډون ۳ تنه نور ملکي وګړي ووژل شول.

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې پر بهرنیو سېلانیانو برید په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له خپلو وګړو يې غوښتي چې افغانستان ته سفر ونه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه