د قزاقستان ولسمشر په شانګهای کې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په کتنه کې ویلي چې د افغانستان وضعیت پام ته اړتیا لري.
د راپورونو له مخې، ښاغلي توکایف، په افغانستان کې له انساني ناورین څخه د مخنیوي او اوږد مهاله ثبات لپاره د هڅو دوام مهم ګڼلی دی.
د قزاقستان د ولسمشر د څرګندونو یوه برخه کې راغلي: (په افغانستان کې وضعېت دقېقې پاملرنې ته اړتیا لري، له انساني ناورینه د مخنیوي او اوږد مهاله ټيکاو لپاره د شرایطو رامنځته کول او د هڅو دوام ډیر مهم دی، په الماتا کې د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د پایداره پراختیا د اهدافو لپاره د ملګروملتونو د یو سېمه ییز مرکز د رامنځته کېدو لپاره د قزاقستان له نوښت څخه ملاتړ ډیر مهم دی.)
د سیاسي چارو شنونکي، صمیم شمسي په دې اړه و ویل: د افغانستان ګاونډي هېوادونه د یوه باثباته افغانستان په لټه دي چې لږ تر لږه له دې خاورې یې نور هېواد او ګټو ته زیان نه پېښیږي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان په اړه د خپلو کتنو په دوام، دا ځل د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره لیدلي او دواړو لورو د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان په تړاو هم خبرې کړې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامېه کې ویلي چې دواړو لورو په دغه لېدنه کې په افغانستان کې پر وروستیو بدلونونو بحث کړی او په افغانستان کې یې امنیت او ټیکاو ته د رسېدو لپاره نړیوالې هڅې وڅیړلې.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: (د قطر د بهرنیو چارو وزیر ځانګړي استازي سفیر فیصل بن عبدالله الحنزاب د دوشنبې په ورځ د افغانستان په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي توماس وسټ سره لیدنه وکړه، په دغه ناسته کې په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو بحث کړی او دغه هیواد کې امنیت او ټیکاو ته د رسېدو لپاره نړیوالې هڅې وڅیړل شوې.)
د سیاسي چارو یوه بل شنونکي، سنګر میرزاده و ویل: امریکا یو پیاوړی هېواد دی او غواړي چې نور هېوادونه هم له ځان سره په ځينو پرېکړو کې یوځای کړي.
ورته مهال په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس وایي، دمګړۍ په هېواد کې سوله او امنیت رامنځته شوي دي.
سهیل شاهین وایي، د افغانستان د ستونزو د درک لپاره اړتیا ده له اسلامي امارت سره خبرې وشي.
قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس، سهیل شاهین و ویل: هرڅوک چې غواړي د افغانستان په رښتینو ستونزو پوه شي، حل یې وپیژني نو په دې هکله د نورو ترڅنګ د اسلامي امارت د چارواکو لیدل ورته اړین دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ټاس خبري سرچینې هم د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي وو چې د شانګهاي غونډه کې به د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان د ثبات په تړاو خبرې وکړي.