د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي چې سرپرست حکومت د نورو هېوادونو استخباراتي موخې څاري او په دې هکله په احتیاط ګام پورته کوي.
ښاغلي کبیر د څرخي پله زندان کې د کتاب اوونۍ دویم پړاو نندارتون پرمهال زیاتوي چې اسلامي امارت د سیمې په ټولو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او استخباراتي سیالیو خبر دی او هڅه کوي چې په دې برخه کې بریالی شي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړه:«نن اسلامي امارت په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي ډګرونو کې، شته ستونزو او د نړۍ استخباراتي شبکو شومو پلانونو ته متوجه دی، په پوره احتیاط ګام اخلي.»
نوموړی همدارنګه وايي چې، زندانونه د شکنجې ځای نه، بلکې د اصلاح ځای دی. او دغهراز زیاتوي چې، زدهکړې په اسلام کې ځانګړی ځای لري، عصري او دیني زدهکړې د ټولنې اړینه اړتیا ده.
مولوي عبدالکبیر وايي:«موږ به د زدهکړې او پوهې له لارې، خپلو اهدافو ته رسېږو، له نېکهمرغه چې د اسلامي امارت له لوري تدریسي نظام په دیني او عصري په دواړو علومو مشتمل دی او دواړه د خپلې ټولنې او خلکو شدیده اړتیا بولي.»
د زندانونو د چارو د تنظیم نظامي مرستیال په دغه نندارتون کې د خبرو پرمهال وايي، د مېرمنو په ګډون یې ټولو بندیانو ته د زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
د زندانونو د چارو د تنظیم نظامي مرستیال حبیبالله بدر وايي:«الحمدالله په ۳۴ ولایتونو کې زموږ مدارس په بشپړه توګه فعال دي، موږ د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیم او تریبې ریاست لرو، په هر ولایت کې زموږ ځان ته امریت دی او د هغه په چوکاټ کې استادان دي چې ښوونه ورکوي.»
بندي شېر محمد وايي:«موږ ته دیني کتابونه رارسېدلي، تاریخي او فقهې کتابونه را رسېدلي دي موږ ته د سهار له خوا ښوونکي له ۹ تر ۱۱ درس راکوي.»
بل بندي احمد بلال تیموري هم وویل:«د ترکاڼۍ، کپي کشۍ، فلز کارۍ او رنګمالۍ کارونه لرو هغه کسان چې له زدهکړې سره لېوالتیا لري مدرسې ته ځي.»
د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې د معلوماتو پربنسټ د مېرمنو په ګډون د بېلابېلو جرمونو په تور شل زره تنه د هېواد ۳۴ ولایتونو په بندخونو کې بندیان دي.