Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د ټول‌ګډوني حکومت پر جوړېدو د روسیې او پاکستان ټينګار

روسیې او پاکستان د ټول‌ګډوني حکومت، د افغانستان لپاره د تماس ډلې پر جوړېدو او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې پر خوندیتوب ټينګار کړی دی.

سرګي لاوروف د شانګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته په خپله وینا کې له افغانستان سره د همکاریو د پراختیا لپاره د تماس ډلې جوړېدل مهم بللي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل:«د غونډې غړو د افغانستان لپاره د شانهګای د همکاریو سازمان د تماس ډلې د فعالیتونو د بیا پیلېدو په ګټه خبرې وکړي، دا یو ګټور میکانیزم دی چې څنګه په دغه هېواد کې د وضعېت عادي کولو ته دوام ورکوي او له افغان چارواکو سره مرسته کوي چې د ټولو قومي او سیاسي ډلو د استازو په ګډون د ملت جوړونې له لړۍ ډاډ ترلاسه کړي.»

بل لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په یوه اعلامېه کې په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت پر جوړېدو او د بشري حقونو د مسایلو پر مراعت کېدو د ټینګار ترڅنګ یې یو ځل بیا له کابله غوښتي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار څرګندوي:«موږ د افغانستان له سرپرست حکومته غواړو چې ښکاره او اغېزمن تدابیر ونیسي څو ډاډ تر لاسه شي چې د یاد هېواد خاوره د هېڅ هېواد پر وړاندې د ترهګرۍ لپاره نه‌کارول کېږي.»

د سیاسي چارو شنونکی عبدالناصر شفیق هم وايي:«ټول‌ګډونی حکومت دا چې نړۍوال یې غوښتنه کوي، دا د افغان ولس یوه غوښتنه هم ده، ځکه ترڅو چې یوه ټاکلي بهیر له مخې قیادت رامنځته نشي، نو د داسې حکومت اړتیا واسي چې د ولس ټولې پرګنې په‌کې خپل ځان وویني.»

اسلامي امارت د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو د دغو څرګندونو په تړاو څه نه‌دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې د ټولګډوني حکومت د جوړېدو په اړه ویلي چې په اوسني حکومت کې ټول قومونه ونډه لري او دغه‌راز د افغانستان خاوره هم د ټولو هېوادونو پر وړاندې خوندي ده.

د نظامي چارو شنونکي صادق شینواري وویل:«هغه ډلې چې ګواکې ویل کېږي د افغانستان له خاورې خپل بریدونه په پاکستان کې پلان او تنظموي دا یوازې یوه پلمه ده.»

د افغانستان په اړه د شانګهای سازمان د تماس ډلې لومړۍ غونډه په ۲۰۲۱ زیږدیز کال کې جوړه شوه. د افغانستان په اړه د شانګهای سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا دوه ورځنۍ غونډه د سې‌شنبې په ورځ ترسره شوه او د چهارشنبې په ورځ به هم دوام ولري. 

شریک یي کړئ