Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نیویارک ټایمز: افغانستان کې د امریکا په ملاتړ تښتونې، ربړونې او ترورونه

د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله تازه خپرې کړې څېړنه کې ادعا کړې، د امریکا په ملاتړ کندهار کې د پولیسو پخواني قومندان عبدالرازق د قومندانۍ پرمهال تر ۳۰۰ ولسي افغانان نادرکه شوي دي.

د نیویارک ټایمز دغه راپور چې نن (چهارشنبه، غبرګولي دویمه) خپور شوی د څه باندې یو کال څېړنو پایلې پکې ذکر شوي دي.

په راپور کې راغلي، کندهار کې د «طالبانو» پر وړاندې د جګړې لپاره عبدالرازق که څه هم د امریکایانو غوره ټاکنه وه خو نېوکه شوې چې واشنګټن په افغانستان کې جنګسالاران، مفسد سیاستوال او مجرمین راپورته او پیاوړي کړي دي.

راپور کاږي: « نیویارک ټایمز موندلې، هغه [عبدالرازق] پولیس په ډاروونکو ځواکونو بدل کړي وو او افسرانو یې سلګونه کسان وژلي، برمته کړي او په پټو بندخونو کې یې ربړولي دي چې ډېری بیا هېڅکله نه دي لېدل شوي. اخوا د امریکا ولسمشرانو، جنرالانو او سفیرانو د یو غوره افغانستان لپاره پر بشر حقونو ټینګار کاوه. همدا مرسته کوي چې ووایو، ولې امریکا په افغانستان کې جګړه وبایلله.»

راپور کې راغلي، د «طالبانو» پر وړاندې د عبدالرازق ځواکونه که څه هم اغېزناک وو خو دا اغېزمنتیا په لویه بیه ترلاسه شوې وه ځکه «طالبانو» د دوی پروړاندې د عبدالرازق له «ظلمونو» ګټه پورته کړه او په خپلو لیکو کې یې نوي کسان جذبول.

نیویارک ټایمز ته ځینو افغانانو ویلي، «که څه هم د طالبانو ملاتړ یې نه کاوه خو خوښ وو چې د امریکا په ملاتړ افغان حکومت وپرځېد.»

ګڼو امریکایي مشرانو نیویارک ټایمز ته ویلي، په کندهار کې د «طالبانو» پر وړاندې جګړه کې عبدالرازق د امریکا یوازینی متحد و چې د «طالبانو» د ماتولو وړتیا یې درلوده.

د راپور یوه بله برخه داسې وایي: «ملګرو ملتونو، بشر حقونو ملاتړو بنسټونو او رسنیو د عبدالرازق ځواکونو په اړه جدي اندېښنې درلودې خو هغه مهال په کندهار کې د خپلواکو څېړنو زمینه نه وه مساعده.»

د نیویارک ټایمز څېړونکي په کندهار کې سلګونو کورونه ته تللي او له نږدې زرو هغو کسانو سره یې خبرې کړي  چې، ویلي یې دي حکومتي ځواکونو یې د کورنۍ غړي برمته کړي خو په څېړنه کې د برمته کېدو او صحرایي محکمو یوازې ۳۶۸ هغو برمته کېدو قضیې او لسګونه صحرایي محکمې را اخیستل شوي چې کندهار کې د امریکا په ملاتړ ځواکونو پورې اړوند وې.

راپور کاږي، په کندهار کې برمته شوي کسان که څه هم ډېری د اسلامي امارت غړي وو خو د ډېریو نورو کورنیو غړو ویلي، د کورنیو غړو یې له اسلامي امارت سره اړیکې نه لرلې.

د عبدالرازق ورور، تادین خان چې د خپل ورور وروسته د کندهار امنیې قومندان ټاکل شوی و، نیویارک ټایمز ته دغه تورونه رد کړي دي.

عبدالرازق د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر میاشت کې د «طالبانو» لخوا په کندهار کې ترور شو.

نیویارک ټایمز ویلي، د تېر افغان حکومت له پرځېدا وروسته په کندهار کې ډله ییز قبرونه موندل شوي خو هلته لا هم منظمه څېړنه نه ده شوې.

راپور لیکي، د امریکا د ټینګار سربېره د جرمونو نړۍوالې محکمې د امریکا په ملاتړ ځواکونو لخوا د شویو جرمونو په اړه څېړنې ته لومړیتوب نه دی ورکړی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه