فاریاب، سرپل او بغلان ولایتونو کې د سیلابونو راوتلو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ تنو ژوند بایللی دی.
ددغو ولایتونو سیمه ییز مسوولین وايي د سیلابونو له امله خلکو ته پراخ مالي زیانونه هم اوښتي دي.
تېره شپه د فاریاب لولاش کوهستان ولسوالۍ غرجي کلي، د سرپل کوهستانات ولسوالۍ صوفک کلي او د بغلان خوست ولسوالۍ خاوش درې کې د سیلابونو راوتلو له امله پنځلس تنو ژوند بایللی او ددغه ولایتونو کروندګرو ته یې پراخ مالي زیانونه هم اړولي.
ددغو ولایتونو سیمه ییز مسوولین وايي هڅه کوي چې لومړنۍ مرستې او نور اړین امکانات زیانمنو ته ورسوي.
د فاریاب د والي ویاند، عصمت الله مرادي و ویل: د لومړنیو مالوماتو لمخې د دغو سیلابونو د قربانیانو شمېر ۸ تنو ته رسېدلی دی. د څو تنو جسدونه اوس هم لا درکه دي او خلکو ته نه دي رسېدلي.
د سرپل د والي ویاند، حبیب الله مسرور هم و ویل: د سرپل د کوهسانات ولسوالۍ په صوفک سیمه کې د سیلابونو د راوتلو له امله د یوې کورنۍ څلور ښځې او یو ماشوم مړه دي.
په همدې حال بغلان او فاریاب ولایتونو یو شمېر سیلاب ځپلي چې ټول شته یې له لاسه ورکړي له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو د بېړنیو مرستو غوښتونکي دي.
په فاریاب کې د سیلابونو له امله زیانمنه شوې، غنچه ګل وايي: موږ سره مرسته وکړئ. زموږ هرڅه سیلابونو یوړل، موږ ته نه خوراکي او د اغوستلو څه پاتې شول.
د بغلان د خوست ولسوالۍ اوسېدونکی، محمود شاه بیا وايي: یوه ښځه شهیده ده. سل کورونه ویجاړ شوي او شاوخو ۵۰۰ څاروي لمنځه تللي دي.
په وروستیو اونیو کې مرګونو او ویجاړونکو سیلابونو بغلان، غور او یو شمېر نورو ولایتونو کې د ځاني زیانونو سربېره خلکو ته پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي.