Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

الخلیفي له ا.ا وغوښتل چې د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون وکړي

د قطر د بهرنیو  چارو د وزیر مرستیال کابل ته په خپل سفر کې د اسلامي امارت له جګپوړو چارواکو سره د دوحې د دریمي غونډې په ګډون د بېلابېلو مسایلو په تړاو خبر کړې دي.

د قطر د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال له ملا عبدالغني برادر سره په کتنه کې په دوحه کې د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو په درېیمه غونډه کې د اسلامي امارت د استازي د ګډون غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده، چې په دې غونډه کې د اسلامي امارت د استازي حضور به ښه پایله ورکړي.

د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت په وینا، د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هم ویلي، چې په دې برخه کې یې ملګرو ملتونو ته خپل دریځ روښانه کړی دی.

د سیاسی چارو شنونکي، معین گل څمکني و ویل: "د دوحې د درېیمې غونډې په اړه ورته ویل شوي و چې دوی پکې باید ګډون وکړي. خو دوی هم خپل شرایط وړاندې کړي وو که هغه ومنل شي نو دوی کولای شي په مانا لرونکې غونډه کې ګډون وکړي."

له دې سره هممهاله، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د قطر د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې اسلامي امارت غواړي له ټولو هېوادونو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي او دغه راز یې ټینګار کړی چې د اسلامي امارت له استازي پرته د دوحې دریمه غونډه کومې پایلې ته نه رسېږي او باید د اسلامي امارت دریځ ته درناوی وشي.

بلخوا، د دفاع وزارت سرپرست هم د قطر د بهرنیو چارو د وزیر له مرستیال سره په کتنه کې له قطر سره د اړیکو پر پیاوړتیا او د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

محمد بن عبدالعزیز الخلیقي د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سره هم د قتصادي او سیاسی اړیکو د پراختیا او د کابل او دوحې ترمنځ د دوه اړخیزو همکارویو د دام په تړاو توافق کړی دی.

د سیاسي چارو شنونکی، سلیم پیګیر وايي: "د دوحې د درېیمې غونډې په درشل کې رییس الوزرا له اقتصادي مرستیال سره د قطري پلاوي کتنه ډيره رغنده ده. ښه والی یې لا دا چې هغوی خپله بلنه ورکړې او ویلي یې دي چې له بلنې پرته په غونډه کې د اسلامي امارت د استازي ګډون ګټه نه لري. افغانان هم پر دې باور دي چې د افغانستان استازی نه وي، د افغانستان په اړه چې کومې غونډې هم کیږي، ګټه یې افغانانو ته نه رسیږي."

دغه قطري چارواکي د ریاست الوزرا له اداري مرستیال سره په کتنه کې زیاته کړې ده چې د قطر حکومت غواړي له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې اړیکې پیاوړې کړي.

د ارګ په وینا، د اسلامي امارت سیاسي کمیسیون په خپلې نننۍ غونډه کې د هیواد او سیمې د وروستی وضعیت، د دوحې د راتلونکې غونډې او نورو مسایلو په تړاو لازم تصمیمونه نیولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه